ليو يانګ ښار په چين کې د اور لوبو د جوړولو له مرکزونو څخه يو مشهور مرکز دی ، په دې ښار کې جوړی شوی د اورلوبو سامانونه د چين په دننه او بهر کې هم شهرت لري٠
د ليو يانګ ښار يو کوچنی ښار دی چې د چين په منځني او ختيځه برخه کې د خو نان په ولايت کې پروت دی ، د ليو يانګ نومی سيند له دې ښار څخه تيريږي ، ددی ښار نوم سم ددې سيند د نوم څخه راغلی دی ٠
ليو يانګ ښار په چين کې د اور لوبو د لوبتکو د جوړولو له مرکزونو څخه يو مشهور مرکز دی ، په دې ښار کې توليد شوی لوبتکو د چين په دننه او بهر کې هم شهرت موندلی دی ، نو له دې امله د ليو يانګ ښار د اورلوبو موزيم د سياحانو پاملرنی وړ ګرځيدلی دی ٠ په دې موزيم کې د ايښودل شويو رنګارنګ اورلوبو نمونې د ليو يانګ د اورلوبو پخواني او اوسني توليدي حالات څرګند کړی ٠ په دې موزيم بيانونکي نجلۍ يوان خوي جيوان وويل د ليو يانګ د اورلوبو د توليدولو تاريخ يو زرو څلورو سوو کالو ته رسيدلی دی په دې موزيم کې په عمده توګه د اورلوبو د توليدولو د ابتدايي فنونو څخه تر اوسنيو عصري او مترقي تخنيکونو پوري د أتش بازيو د جوړولو ټول جريان ليدل کيږي ٠ پخواني ﻻسي صنايع اوس ډير لږ ليدل کيږي ، په اوسنيو فابريکو کې ماشينونه د ﻻسي صنايعو پر ځاي تر استفادې ﻻندې راغلي دي ٠
په دې موزيم کې د تيرو اوو سوو کالونه راهيسي د اورلوبو د توليدولو راز راز وسيلې هم موجودې دي ، کله چې مونږ موزيم ته ننوتو ومو ليدل چې څو تنه زاړه لوتبک جوړوړنکي په ﻻسونود ساده اورلوبی د جوړولو په کار بوخت دي ، يوازي د يوې ساده اورلوبی د جوړولو دپاره څه دپاسه لس پړاونه په کاردي٠