<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-09 19:33:34    
مهران مرتضايي وايي چين له افسانو څخه يو ډک هېواد دی

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونيکو ښې چارې،خدای وکړي چې د يو سوکاله او نېکمرغه ژوند خاوندان اوسئ،په همدې هيله راځو ددې لړۍ د يوې بلې کړۍ وړاندې کولو ته.

محترمو اورېدونکيو تاسو په تېر پروګرام کې واورېدل چې له ايران څخه راغلي ښاغلي مهران مرتضايي وويل چې مېرمن يې دلته په چين کې کار کوي او په بيجينګ کې د هغې دنده دده لپاره هم يوه ښه بهانه شوه چې ويې کولای شول چين ته سفر وکړي،او له يو ګڼ شمېر تاريخي ځايونو څخه يې ليدنې وکړي،نو راځئ چې له ښاغلي مهران سره د مرکې پاته برخه هم په ګډه واورو.

د ښاغلي مهران په آند چين يو افسانوي او د بېلابېلو کلتورونو درلودونکی هېواد دی،چې تاريخ يې زرګونو کلونو ته رسيږي،که څه هم د اسيا خلک په ټوليزه توګه د ورته کلتور او فرهنګ خاوندان دي خو بيايې هم په منځ کې ځينې توپيرونه شته،نوموړی په دې هکله داسې زياتوي:

ښاغلی مهران وايي که څه هم موږ ټول په آسيا کې ژوند کوو خو د آسيا د خيتځ او لويديځ تر منځ يو شمېر ژور توپيرونه ليدل کيږي،د بېلګې په ډول د ايران او چين تر منځ عمده او اساسي توپير دادی چې د ايران او په مجموعي توګه د آسيا د لويديځو برخو فرهنګ له اسلام له مبارک دين څخه ډېر اغيزمن شوی،او د چين فرهنګ بيا له نورو ډېر برخو څخه اغيزه اخلي د بيلګې په توګه د بوديزم اثر پکې ښکاره او څرګند دی.

د تېرو شاوخوا درې لسيزو را په ديخوا په چين کې د جوړونې او پرمختګ کارونه په ډېرې چټکۍ سره روان دي چې د ابادۍ په کارونو کې تر ډېره چيني دوديزو کلتورونو او نورو برخو ته هم پاملرنه کيږي،د ښاغلي مهران په آند چين په ډېر چټکۍ سره پرمختګ کوي،او ددغې لار په غوره کولو سره يې خلکو ته نيکمرغي هم ور په برخه کړې ده،دی زياتوي په دغه موده کې چې دلته په بيجينګ کې و،هرې خوا ته يې د جوړونې او بيارغونې کارونه تر سترګو شوي دي

په دغه موده کې چې زه دلته په بيجينګ کې وم ، ما وليدل چې چينايان په ډېرې چټکۍ سره کارونه کوي،داسې هيڅ سيمه نه ليدل کيږي چې هلته کار نه وي روان،او کارونه يې ورځ تر بله چټکيږي .

محترمو اورېدونکيو ښايي تاسو به هم خبر ياست چې چين اوس مهال د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو او سيمو سره په پراخه توګه سوداګريزه راکړه ورکړه لري،او د نړۍ په هرګوټ کې چيني توکي ترسترګو کيږي،ځکه د نورو هېوادونو د سوداګرو او مصروفونکو په آند چيني توکي هم د ښه کيفيت لرونکي او هم يې بيه تر دې ډېره ارزانه ده ،نو ځکه يې ډېر خلک خوښوي .

ښاغلی مهران وايي په ايران کې هم اوس هر ډول چيني توکي موندل کيږي چې دا ددوی لپاره د خوښۍ وړ ده :

په ايران کې شاوخوا هر ډول چيني وسيلې او توکي موندل کيږي،داسې شی به نه وي موجود چې موږ يې په ايران کې غوښتنه ولرو او د چين لخوا د هغه توليد شوی ډول په مناسبه بيه ونه مومو،او زما په آند هغه چيني توليد شوي توکي چې موږ يې په ايران کې اخلو بيه يې د چين په پرتله ټيټه ده ،چې دا کار هم زموږ لپاره د حيرانتيا وړ دی .

هغه څه چې مهران يې په لمړي سر کې په بيجينګ کې لا زيات حيران کړی و ،هغه د يو شمېر چيني پلورونکو لخوا د توکيو لوړ بيه کول و،دی وايي په لمړيو وختونو کې به مې چې ځينې توکي بيه کول نو حيران به شوم چې د ايران په پرتله يې بيې څو چنده لوړې وې،خو بيا وروسته پوه شوم چې دلته له ځينو هټيوالو سره کولای شو چې چنه هم ووهو،او توکي د خپلې خوښې په بيه واخلو:

دلته په بشپړه توګه کولای شو چی چنه ووهو ،پر پلورونکو بده نه لګيږي،خپه کيږي هم نه،او کله چې دواړه خواوې سره جوړجاړي ته سره ورسيږي نو راکړه ورکړه ترسره کوي .څو ځله داسې هم پيښ شوي چې ما يو شی اخيستی،او کله مې چې دوستانو د هغو بيه راڅخه وپوښتي نو په خندايې راته ويلي چې کولای شې په دې بيه لس داسې نور شيان هم واخلې نو اوس زه هم د اخيستلو پر مهال زياته چنه وهم،خو داسې مارکيټونه او هټۍ هم شته چې قيمتونه يې ثابت دي او چنه وهل امکان نه پکې لري چې د کيفيت له پلوه هم ډېر ښه وي .چې دا هر څه زما له پاره ډېر په زړه پورې او جالب دي .

مهران په ټوليزه توګه د چينايانو له چلند څخه خوښ دی،او وايي چې هيڅ داسې څه يې نه دي ليدلي چې دی پرې ناخوښه شي:

چينايان په عمومي توګه ډېر ښه او دوستانه چلند لري،زه تر اوسه له هيڅ سخت او بد چلند سره نه يم مخامخ شوی،په دغو څو اونيو کې چې زه دلته وم هيڅ داسې حرکت مې ونه ليد چې په هغه کې سپکاوی تر سترګو شي.

او زياتره چينايان تر ډېه حده د خپل فرهنګ او کلتور په ساتنه کې کوښښ کوي .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو نننۍ دغه برخه په همدې ځای پای ته رسيږي نو خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په لوی او مهربانه خدای سپارم .