د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د نومبر په اتمه نېټه په يوه اعلاميه کې د پاکستان د ولسمشر لخوا د دغه هېواد د پارلماني ټولټاکنو د وخت د اعلانولو هر کلی وکړ.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف په همدې ورځ په اسلام اباد کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پارلماني ټولټاکنې به د راتلونکی کال د فبروری په پنځلسمه نېټه او يا له هغې نېټې مخکې تر سره شي.