د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليسو د نومبر په نهمه نېټه د دغه هېواد پر پخوانۍ صدراعظمې بينظر بوټو بنديز لګولی چې له بيړني حالت سره د مخالفت په غونډه کې ګډون و نکړي.
د معلوماتو له مخې، پنځه سوه پوليس د بوټو د استوګنځی چاپېره ځای پر ځای شوی. ځايی حالت ارام دی. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي وويل د دغه عمل موخه د بوټو د امنيت ساتنه ده.