<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-10 19:30:01    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله لرم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو اوريدونکو ! د پاکستان د صوبه سرحد په مانسهرې کې د حضرت سلمان کلب مشر قاری محراب الدين پريشان په يو ليک کې پوښتنه کړې چې په چين کې څومره مسلمانان ژوند کوي او څومره جوماتونه لری ؟

ګرانودوستانو ! په چين کې ٥٦ قومونه ژوند کوي چې په دې جمله کې د لسو قومونو وګړي د اسلام پر مبارک دين عقيده لری چې عمومی شمير يی شاوخوا شل مليون تنو څخه اړوی . د دی ترڅنګ د هوی قوم په چين کې د مسلمانانو يو ډير لوی قوم ګڼل کيږی چې وګړي يی د چين په بيلابيلو ځايونو کې ژوند کوي .

د اوومی ميلادي پيړۍ له نيمی وروسته يو شمير فارسيان او عربان د سوداګرۍ لپاره چين ته راتلل چې ځينی يی بيا د تل لپاره د چين په ځينو ښارونو کې پاتی شول چه دوی د چين د هان ، مغول او ويغور د قومونو له پيغلو سره ودونه وکړل او نسل په نسل زيات شول، له دې امله د چين د هوی قوم ګام په ګام رامنځ ته شو او وده يی وکړه ٠

د هوی د قوم خلک د هان قوم ژبه يعنی د چين ملی ژبه وايی او په ليکنه کې هم د هان قوم له کرکترونو او ليک دود څخه استفاده کوی، خو په ورځنی ژوند او مذهبی فعاليتونو کی ځينی عربی او فارسی کلمې هم استعمالوی٠ د ١٤ ميلادي پيړۍ له

پای نه د شلمې پيړۍ تر لومړيو کلونو پوری د چين اسلامی پوهانو د اسلامی اصولو سره سم په لرغونی چينی ژبه قران کريم ترجمه کړی او د چينی ژبې په دوو کرکترونو(( چينګ)) او (( جن)) سره يی د اسلام د کلمې معنی او مترادف رايج کړيدی٠ په چينی ژبه کې(( چينګ)) د پاکوالی معنی او(( جن)) د حقيقت معنی لری، يعنی د اسلام دين هم پاک او مطهر او هم په حقيقت ولاړ دی ٠ د هوی قوم مسلمانان هم په خپل قول او عمل کې پاکوالی او حقيقت ته د يوه لارښود اصل په توګه اهميت ورکوی او کوشش کوی چه د ژوند په هره معامله کې رښتينی او صادقان پاتی شی او له هيچا سره ټګی او برګی و نه کړی او په شخصی ژوند کې هم د اسلامی اصولو ښه پيروی وکړی٠

شين او تور چای د هوی قوم د خلکو ډير خوښيږی، دوی عمومأ په جوش کړو اوبو کې د چايو پاڼې، نبات او د(( ګوۍ يوان)) په نامه يو ډول وچه ميوه واچوی، که ميلمه يی کور ته راشی،د وچی خرما، بادامو يا ممپليو او غوزانو څخه جوړ شوی چای ورته وړاندی کوی او ښه ميلمه پالنه يی کوی٠ دغه ډول چای خوندور، مغذی او د روغتيا دپاره ډير ګټور دی ٠

د چين د هوی قوم خلک د نړۍ د مسلمانانو په شان هر کال په ځانګړو مراسمو سره د لوی اختر، کوچنی اختر او د ستر پيغمبر حضرت محمد ( ص )د زيږيدنې د ورځو لمانځنه کوی٠

د هوی قوم خپله خوږه فولکلوری سندره لری چه(( خواړ)) نوميږی، (( خواړ))په چينی ژبه کې د ګل معنی لری٠ د هوی قوم د ځوانانو او پيغلو خوښه دا ده چه د دغی فولکلوری سندری په ويلو سره يو بل ته خپله مينه څرګندوی٠ عمومأ ځوانان په سندره کې پيغلې له ګل سره مشابه کوی٠ د سندرې شعر عمومأ د سندرغاړی لخوا

جوړيږی او په هره سندره کې په ډول ډول ښکلو تشبيهاتو سره خپل عاشق يا معشوقه ستائی٠

ګرانو اوريدونکو ! د چين په پلازمېنه بيجينګ کې د هوی قوم په ګډون ډير مسلمانان ژوند کوي او د نيوجيې په نامه يو سړک هم شته چې هلته په عمده توګه د هوی قوم وګړي په ډله ايزه توګه اوسيږی . په دغه سړک کې يو لوی جومات هم شته چې ډير اوږد تاريخ اود مسلمانو او نورو وګړيو ترمنځ هم ډير شهرت لری .