د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهوری ځوانی سندرغاړې جان چياو لينګ له خوا ويل شوی بهرنی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به موږ په ګډه د جان چياو لينګ له خوا ويل شوی يوه ايتالوی خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی د بنفشې ګل٠
( سندره ١ )
جان چياو لينګ د چين د منځنی ولايت هو بی په يوه کارګره کورنۍ کې زېږېدلی او د ماشومتوب په موده کې يی د سندرو له ويلو سره ډېره مينه درلوده٠ په ١٩٨٣ کال کې جان چياو لينګ د وو هان ښار د موسيقی په پوهنځی کې زده کړې وکړې او وورسته يی د هو نان ولايت د موسيقی د ښوونی په پوهنځی کې د خپلې ماسټر سند تر لاسه کړ او اوس مهال په پوهنځی کې د يو ښوونکې دنده پر غاړه لری ٠هغې د سندرو ويلو په برخه کې د خپل ځانګړی سبک له لاری زيات شمېر اوريدونکي ورجلب کړيدي ٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د جان چياو لينګ له خوا ويل شوی يوه ښکلی روسيی سندره واوريده چې نوم يی وو بلبل مرغه٠
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د جان چياو لينګ له خوا ويل شوی د المان د سندرو جوړونکی منديلسون له خوا يوه جوړ شوی خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی د سندرو د وزرونو په وسيلی٠
( سندره ٣ )