د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د نومبر د دوولسمې نېټې په شپږو بجو او اته څلويښتو دقيقو د شان شي ولايت د تای يوان د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه د اوږد مارش څلورم بی لمبر وړونکی راکټ په استعمال سره په بريالی توګه د ليری احساس درېيم لمر سپوږمکی فضا ته وتوغوله. له يوويشتمې دقيقې وروسته دغه سپوږمکۍ په سمه توګه ټاکلي مدار ته ننوتله.
دغه سپوږمکۍ په عمده توګه د علمي څېړونې، د خاورې او سرچينو څارنې او د ناورينونو ضد مبارزې په برخو کې استعمالېږی چې د هېواد د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره به فعال رول ولوبوي.