<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-12 17:06:53    
د چين د موټرونو صنعت د اختراعی توان لوړيږي

cri

په وروستيو لسو کلونو کې د چين د موټرونو صنعت چټک پرمختګ کړی چې له امله يې د چين په اقتصاد کې د يو تير رول لوبولی دی. په تېره بيا ٢١مې پيړۍ له پيل راهيسی له دی امله چې د چين حکومت د موټرونو د هغو نښو د ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی چې په هېواد کې اختراع شوي دي، د چين د موټرونو په صنعت کې اختراعی توان په پر له پسی توګه پياوړی شوی دی. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د موټرونو صنعت د اختراعی توان په باب معلومات وړاندی کړو.

څه موده مخکې د چين د منځنی برخې د ان هوی ولايت د چی ژوی په نامه د موټرونو شرکت يو مليونم موټر توليد شوی چې د اختراعاتو له لاری يې خپله موخه تر سره کړه. اوس د چين د موټرونو په بازار کې د دغه شرکت له خوا د توليد شويو موټرونو شمېر په سلو کې له ٧ برخو څخه اوښتی او د موټرونو صادراتی اندازې په تېرو څلورو کلونو کې په چين کې لومړی مقام نيولی دی.

د دغه شرکت عمومی مدير اين تونګ يوو وويل دوی د دغه شرکت د جوړولو له لسو کلونو راهيسی د اختراعاتو پر افکارو باندی ټينګارکوی او په بازاری سيالۍ کې يې په پر له پسی توګه د موټرونو د جنرترونو او مهمو پرزو څېړنه پياوړی کړې ده. نوموړی وويل د دغو جنرترونو څېړنه زياتې ګټې رسوي. اوس مونږ بېلا بېل جنرترونه لرو او ګڼ شمېر فابريکې زمونږ د جنرترونو د اخيستلو غوښتنه لري.

له لس کلن پرمختګ وروسته دغه شرکت د موټرونو، جنرترونو او ځينو مهمو پرزو

په برخه کې په خپله څېړنې توان او د شپږ سوه او پنځوس زره موټرونو او څلور سوه زره جنرترونود توليدولو توان لري.دغه شرکت په چين کې داسې لومړی شرکت دی چې موټرونه، جنرترونه او د موټرونو جوړولو تکنالوژي او تجهيزات نورو هېوادونو ته صادروي.

څه موده مخکی مشهور موټر جوړونکی او د ايتاليا فيات شرکت لوړ پوړې مسئول بارتو لی د جنرترونو اخيستلو لپاره له دغه شرکت څخه ليدنه وکړه. د ده په أند د دغه شرکت له خوا د توليد شوی جنرټر کيفيت ډېر ښه دی.مونږ غواړو چې يو ښه همکار ومومو او ښه جنرټر واخلو. د چی ژوی شرکت له خوا د توليد شوی جنرټر جوړښت ښه دی او مونږ کولی شوو چې دغه جنرټر ښه شی او زمونږ په موټر کې د اېښودو وړتيا ولري.

په وروستيو کلونو کې د چين د موټرونو د توليدی اندازې د زياتوالی کلنی انډول په سلو کې ٢٥ ته رسيدلی او تېر کال دغه اندازه اووه مليون او دوه لکو ته رسيدلی چې په نړۍ کې له جاپان او امريکا وروسته درېيم مقام نيولی دی.

د چين د موټرونو صنعت د چټک پرمختګ له امله د دغو موټرونو توليدی اندازه زياته شوې ده. د چين د موټرونو صنعت د ټولنې مرستيال جانګ شيو يوو وويل

 د چين حکومت غوښتنه لري چې نه يوازی د موټرونو توليدی اندازه زياته شي بلکې خپل اختراعی توان هم لوړ کړي.حکومت په ١٩٩٩ کال کې د موټرونو صنعتې تګلاره په ٢٠٠٤ کال کې د موټرونو صنعت پرمختيايی تګلارې اړولی چې پکې د موټرونو په صنعت کې اختراعات تکرار شوی دی.په همدی وخت کې حکومت د امتيازی تګلارو او پيسو برابرولو په برخه کې د

موټرونو د صنعتې اختراعاتو لازيات ملاتړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې د چين اړوندې څانګې د موټرپه صنعت کې د هغې بنسټيزې تکنالوژۍ او الکترونکی تکنالوژۍد څېړولو ملاتړ کړی چې د سيالۍ توان لري او د موټرونو څېړونکو تصديو يې امتيازی تګلارې ور کړې دي.که څه هم د چين حکومت د موټرونو صنعت ته لازيات ملاتړ کړی خو دغه صنعت په پرمختګ کې له زياتو نيمګړتياوو سره مخامخ شوي دي په تېره بيا د موټرونو د الکترونکی تکنالوژۍ د کارولو په برخه کې د چين سويه له پرمختلليو هېوادونو څخه لوی واټن لري او دغه صنعت د خپل پرمختګ په بهير کې د انرژۍ او چاپيريال ساتنې په شمول له نيمګړتياوو سره مخامخ دی. د چين د موټرونو صنعت ټولنې مرستيال جانګ شيو يوو وويل د چين حکومت د انرژۍ سپمولو او ککړتيا کمولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې د چين د موټرونو صنعت به په پر له پسی پرمختګ وکړي.