د اسيا او اروپا د منځنيو او کوچنيو تصديو د وزيرانو په کچه غونډه څو ورځې دمخه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د صدراعظم مرستيالې وو يی په دغه غونډه کې وويل چين به په پر له پسی توګه د دغې غونډې له بېلا بېلو غړيو سره اقتصادي او سوداګريزه تبادله پراخه کړي او د اسيا او اروپا د منځنيو او کوچنيو تصديو تر منځ به همکارۍ او پرمختګ ته دوام ور کړي.
ميرمن وو يي وويل د اسيا او اروپا غونډې د غړيو هېوادونو کورنۍ توليدي اندازه د نړۍ نيمه برخه نيسی ،وګړي او سوداګريز ارزښت يې د نړۍ شپېته سلنه جوړوي. د تکنولوژۍ،کارکوونکيو او بازار په برخو کې د اسيايی او اروپايی هېوادونو د منځنيو او کوچنيو تصديو تر منځ همکاری ښه راتلونکی لري. په دغه غونډه کې په نوی پېړۍ کې د منځنيو او کوچنيو تصديو د پرمختګ لوري ته هيله مندي او د خپل منځي همکارۍ د پياوړتيا په اړه د دوی ګډه هيله څرګنده شوې ده .
په وروستيو کلونو کې د اسيا او اروپا غونډې د غړيو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې د منځنيو او کوچنيو تصديو رول د پياوړتيا په حال کی دی. اوس په دغو غړيو هېوادونو کې د ياد شويو تصديو شمېر د تصديو د عمومی شمېر په سلو کې نوی برخه نيسی او د توليداتو او خدمتونو ارزښت يې د خپل هېواد د کورنۍ توليدي اندازې نيمه برخه جوړوي . په همدی وخت کې په بېلا بېلو غړيو هېوادونو کې منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ د کارونو برابرولو عمده برخې ګڼل کيږي او د تکنولوژۍ نوښت په برخه کې هم حياتی توان لري. د بېلګې په توګه په چين کې اتيا سلنه،نوي توليدات او شپېته انحصاري حقونه د منځنيو او کوچنيو تصديو په واک کې دي .
ميرمن وو يی وويل په چين کې منځني او کوچني تصدی د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ اصلي بنسټونه جوړوي . د يوې شمېرنې له مخې د ٢
٠٠٦ کال تر پايه پوری په چين کې د منځنيو او کوچنيو تصديو شمېر دوه څلويښت مليونو ته رسيدلی چې د تصديو د عمومی شمېر په سلو کې نهه نوی اعشاريه اته برخه نيسي. د چين حکومت تل د دغو تصديو ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري او د دوی له ابادۍ څخه د ملاتړ لپاره يې يو لړ تګلارې ټاکلی دي.
سربيره پر دې چين د اسيا او اروپا غونډې د نورو غړيو هېوادونو له منځنيو او کوچنيو تصديو سره همکارۍ ته پاملرنه کوي. د بېلګې په توګه، د چين ډېرو ځايی حکومتونو په ځانګړې توګه د منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره صنعتي سيمې بېلې کړې چې له دغو غړيو هېوادونو سره په ګډه جوړې شوې دي .
ميرمن وو يی دې ته اشاره وکړه چې چين به د اسيا او اروپا غونډې د غړيو هېوادونو له منځنيو او کوچنيو تصديو سره د همکارۍ له فرصت څخه په ګټې اخيستنې له دغو هېوادونو سره خپل منځي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پياوړې او د اسيايي او اروپايي هېوادونو د منځنيو او کوچنيو هېوادونو تر منځ همکارۍ او پرمختګ ته دوام ور کړي.
د معلوماتو له مخې، د اسيا او اروپا غونډې د منځنيو او کوچنيو تصديو د وزيرانو په کچه غونډه کې د بېجينګ اعلاميه خپره شوه چې پکې د منځنيو او کوچينو تصديو د همکارۍ او پرمختګ په برخه کې د غړيو هېوادونو ګډه اراده او نظريه څرګنده شوې ده .