<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-12 18:17:47    
د چين په شيجيانګ کی مسلکی ښوونه د فارغ التحصيلانو له سالم استخدام سره مرسته کوی

cri

 روان کال په چين کی څه نا څه پنځه مليونه محصلين له بيلا بيلو پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي٠ په داسی حال کې چې نور فارغ التحصيلان د کارونو په پيدا کولو لګيا دي، د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د مسلکی تخنيکی پوهنتونونو او پوهنځيو ګڼ شيمر فارغ التحصيلان په اسانه او سالمه توګه کارونه موندلي دی٠ اوس به تاسو ته د چين د شينجيانګ د مسلکی ښوونې په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

سږکال د شينجيانګ د سپکو صنائعو د مسلکی تخنيکی پوهنځی د لوړ پوړی مسلکی تکنولوژۍ د ټولګيو د ٢٤٠٠ تنو فارغ التحصيلانو په سلو کی ٩٥ برخه د اړوندو تصديو او سازمانونو لخوا منل شوي، د شينجيانګ د کرهنې د مسلکی تخينکی پوهنځی د فارغ التحصيلانو د استخدام انډول له پرله پسې دريو کلونو راهيسی په سلو کی ٩٦ ته رسيږی او په تيره بيا د شينجيانګ د ماشين الاتو او اليکترونيکی تکنولوژۍ د مسلکی پوهنځی د فارغ التحصيلانو شمير حتی ټولنيزې اړتياوې نشی پوره کولای٠ د دغه پوهنځی مشر وانګ جان مين خبريال ته وويل :

 له څو کلونو راهيسی زمونو د پوهنځی د ماشين الاتو ، اليکترونيکی تکنولوژۍ او تخنيکی ادارې د مسلکونو د فارغ التحصيلانو شمير ټولنيزې اړتياوې نشی پوره کولای او د استخدام انډول يې په سلو کی سلو ته رسيږی٠ حتی اړوندې تصدۍ او سازمانونه اوس د ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونو د فارغ التحصيلانو د منلو په هکله زمونږ له پوهنځی سره تماسونه نيسی٠ ٌ

له څو کلونو راهيسی، د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکه سيمه د مسلکی تکنولوژۍ ښوونې پرمختګ ته ستر اهميت ورکوی او په تيره بيا د مسلکی تخنيکی ماهرانو روزلو ته په ډيره درنه سترګه ګوری٠ اوس په دغه سيمه کی دوه سوه پنځوس ډول ډول مسلکی پوهنتونونه او پوهنځی او نژدی دری زره منځنی تخنيکی ښوونځي شته چې د تصديو لپاره يې زيات شمير ځوان مسلکی ماهران روزلي دي٠

د شينجيانګ بېلا بېل مسلکی تخنيکی پوهنتونونه او پوهنځي په فعاله توګه د ښوونې مودلونه اختراع کوی او د ښوونځيو او تصديو ترمنځ تعليمی همکاری پرمخ بيايي٠ د بېلا بېلو پوهنځيو مسلکی درسونه د استخدام د بازارونو او د کارونو له اړتياوو سره نژدی اړيکې لري ٠

د شينجيانګ د سپکو صنائعو د مسلکی تخنيکی پوهنځی د اطلاعاتو څانګه د دغه پوهنځی او ٌ د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې ٌ په همکارۍ سره جوړه شوې ده٠ دغې څانګې د جوړيدو په پيل کی د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې له چلوونکې ادارې سره د دغې څانګې د فارغ التحصيلانو تر ټولو لومړی د استخدامولو په هکله موافقه ليک لاسليک کړ٠ د روان کال په جولای کی د دغې څانګې ټول څه دپاسه اتيا تنه فارغ التحصيلان له ازموينې څخه بريالی وتلی او د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې په چلوونکی اداره کی استخدام شوي دي٠ د دغې ورځپاڼې د عمومی مدير مرستيال وو هونګ مين وويل:

 د بېلا بېلو ورځپاڼو په ادارو کی پر محررانو او خبريالانو برسيره زيات کارکوونکي د اعلانونو او ورځپاڼو په خپرولو بوخت دي، خو اوس د شينجيانګ په بېلا بېلو پوهنتونونوکې د دغو ځانګړو کارکوونکيو د روزنې څانګه نشته٠ نو مونږ د سپکو صنائعو له پوهنځی سره د اعلانونو او ورځپاڼو د ٨٠ تنو خپروونکيو د روزلو په هکله د همکارۍ ازموينه ترسره کړې چې پوهنځی دغو محصلينو ته بنسټيز درسونه ورکړل او مسلکی درسونه زمونږ د ورځپاڼې لخوا ورکړ شول٠ ٌ

د شينجيانګ مسلکی تخنيکی پوهنتونونه او پوهنځی د نورو هېوادونو له ښوونځيو سره هم تعليمی همکاری کوی٠ مثلأ د کرهنې مسلکی تخنيکی پوهنځی د لوړ پوړيو ماهرانو د روزلو لپاره د ماليزيا د ستامفورد په کالج کې له دغه کالج سره د همکارۍ يوه ځانګړی څانګه جوړه کړېده٠ د روان کال په جون کی د کرهنې د مسلکی تخنيکی پوهنځی د محصلينو دوهمه ډله د لوړو تحصيلاتو د ترلاسه کولو لپاره په نوموړی کالج کی شامل شوې ده ٠ د ستامفورد په کالج کی د شينجيانګ د کرهنې د مسلکی تخنيکی پوهنځی د څانګې مشر ليانګ مين وويل :

د ماليزيا د ستامفورد په کالج کی د هوټلونو د ادارې مسلک په هغه هېواد کی ډير شهرت لری٠ زمونږ محصلين په دغه کالج کی د ټولنيزو اړتياوو له مخی بېلا بېل مسلکونه انتخابوي٠ دوی به له فارغيدو وروسته په پوره توګه دا توان ولری چې په نورو هېوادونو کی کار وکړي٠ٌ

د ښوونې د مودلونو د پر له پسی اختراع او د فارغ التحصيلانو د استخدام انډول د پرله پسی لوړتيا له امله د شينجيانګ مسلکی تخنيکی ښوونې د خپلې سيمې او د چين د نورو ځايونو مخ په زياتيدونکي زده کوونکي ورجلب کړي دي٠