د بېجينګ جونګ شان باغ د تيان ان مين ډګر په لوېديځ کې پروت دی او پراخوالی يې دوه ويشت هکتارو ته رسيږی. دغه باغ د مينګ او چينګ په امپراتوري دورو کې د مځکو او غلودانو اربابانو د عبادت ځای و.
دغه ځای په ١٩١٣ کال کې د سون جونګ شان په مشری حکومت لاسته راوړ او د پيسو په راغونډولو سره يې ترې يو باغ جوړ کړ. د ١٩١٤ کال د اکتوبر په لسمه نېټه دغه باغ د وګړيو پر مخ پرانيستل شو او د مرکزي باغ په نامه ونومول شو چې په بېجينګ کې له هغو باغونو څخه و چې تر ټولو لومړی له شاهي باغونو څخه په عامو باغونو بدل شوی دی.
د وګړيو پر مخ د دغه باغ له پرانستلو مخکې په باغ کې په لنډ وخت کې په باغ کې پراخې رغونې تر سره شوی او يوه رسمی دروازه پکې جوړه شوه چې اوس د چانګ ان له سړک سره مخامخ ده. له ١٩١٥ کال وروسته بيا په باغ کې سيند، ډبرې او نورې ودانی جوړې شوی. په ١٩٢٨ کال کې د دغه باغ نوم له مرکزي باغ څخه په جونګ شان باغ بدل شو. له دې وروسته په دغه باغ کې ډېرې نورې منظرې هم جوړې شو
ې.
په ١٩٣٧ کال کې د جاپاني پوځ لخوا د بېجينګ له نيولو وروسته دغه باغ بېپينګ باغ ونومول شو او د لسو مياشتو له تېرېدو وروسته يو ځل بيا مرکزي باغ ونومېد. په ١٩٤٥ کال کې د جاپان د تيري ضد مبارزې له برياليتوب وروسته، د دغه باغ نوم بيا
په جونګ شان باغ بدل شو چې اوس هم په همدی نامه يادېږی. په ١٩٨٨ کال کې جونګ شان باغ د چين د دولتي شورا لخوا د هېواد کلتور ساتنې د مهمو ارګانونو په ليست کې شامل شو.
په ١٩٢٥ کال کې د ښاغلي سون جونګ شان تابوت د دغه باغ د درناوی په خونه کې ځای پر ځای شو چې د وګړيو لخوا ور ته د درناوی مراسم ادا شي. په ١٩٢٨ کال کې دغه خونه جونګ شان تانګ ونومول شوه.
په ٢٠٠٢ کال کې جونګ شان تانګ له نيم کال رغونې وروسته بيا د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوه. دلته د سون جونګ شان او بېجينګ نندارتون شته چې دوه سوه عکسونه او د ښاغلي سون جونګ شان د ژوند د سامان الاتو دېرش کاپۍ پکی موجودې دي.