د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دفاع وزير چاو ګانګ چوان د نومبر په دوولسمه نېټه په بيجينګ کې د افغانستان د ملی پوځ د لوی درستيز بسم الله محمدی په مشرۍ له پلاوي سره وکتل.
ښاغلي څاو ګانګ چوان وويل د چين او افغانستان تر منځ د اړيکيو ټينګښت له دوه پنځوس کلونو راهيسی د نړۍ او دواړو هېوادونو په حالاتو کې د بدلون په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستی تل ټينګه شوې ده. چين د افغانستان د خپلواکی، ملی حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی کوي او د دغه هېواد ملاتړ کوي چې د خپل هېواد د حالت له مخې د پرمختيا لار وټاکي او له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستی تګلاره غوره کړي. هغه له افغانستان څخه مننه وکړه چې د نړيوالو چارو، د تايوان مسئلی او د ختيځ ترکستان د ترهګرانو پر ضد مبارزې په شمول د ځينو مسئلو په هکله د چين ملاتړ کوي. چين غواړی چې له افغانستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو نژديوالی لپاره ګډ کوشش وکړي.
ښاغلي محمدی وويل افغانستان چين ته د باور وړ ګاونډی هيواد او يو دوست په توګه ګوری او غواړی چې د دواړو هېوادونو د پوځيانو تر منځ د اړيکيو پياوړتيا لپاره له چين سره همکاري وکړي.