د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان پوليسو د نوامبر په دوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د صوبه پنجاپ پوليسو د بينظر بوټو د امنيت د ساتلو په موخه هغې ته اووه ورځنی بندی اورولی.
د پلان له مخې مېرمن بينظر بوټو به د نوامبر په ديارلسمه نېټه سهار له خپلو پلويانو سره له لاهور څخه اسلام اباد ته ولاړه شي او له ولسمشر پرويز مشرف څخه به د بېړنيو حالاتو د پای ته رسولو او د ځمکنيو ځواکونو له مشرتأبه څخه د استعفا په اړه يو لاريون تر سره کړي. خو اوس د بينظر بوټو د کور شاو خوا سيمه د پوليسو تر کنترول لاندی ده. د پاکستان د خلکو ګوند څرګنده کړه چې ياد شوی لاريون به له پلان سره سم تر سره شي.د پاکستان د مطبوعاتی چارو وزارت مرستيال طارق عظيم څرګنده کړه چې اوس ټول لاريون او سياسی غونډه له قانون څخه سر غړونه ده، نو د دغه لاريون تر سره کولو ته به اجازه ورکړی نه شی.