<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-13 12:36:24    
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو شپږ کال تېر شول

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روان کال د نومبر ديارلسمه نېټه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو له شپږمې کاليزې سره برابره ده. که څه هم په دغو شپږو کلونو کې د امريکايی پوځ په مشری ايتلافی ځواکونو او د افغانستان ملي پوځ د طالبانو پر ضد مبارزه پياوړې کړی، خو له بېلا بېلو نښو څرګندېږی چې وسله وال طالبان يو ځل بيا په افغانستان کې ځواکمن کېږی.

د يو راپور له مخې، اوس په افغانستان کې د نړيوالو ايتلافی ځواکونو د سرتيريو شمېر پنځوس زرو ته رسيدلې چې د څلورو کلونو مخکې په پرتله دوه ځله زيات شوی دی. خو د افغانستان امنيتی حالت لا هم نه دی ارام شوی. په روان کال کې په دغه هېواد کې د زورزياتۍ بريدونو د پېښو شمېر د تېر کال په پرتله دېرش سلنه زيات شوی دی.

وروستی بريد د نومبر په يوولسمه نېټه پېښ شو چې شپږ قبايلي مشران وژل شول. له دې مخکې، د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د بغلان په ولايت کې د يوې درنې چاودنې له امله د افغانستان د ملي شورا شپږ تنه غړي او نهه پنځوس ماشومان ووژل شول او د مرګ ژوبلې عمومې شمېر له سلو څخه زيات و. دا د طالبانو واکمنۍ له ړنګېدو راهيسی يو تر ټولو سخت بريد دی.

د يوې شمېرنې له مخې، سږ کال په افغانستان کې په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر پنځه زره او شپږ سوه تنو ته رسيدلی چې د تېر کال په پرتله ډېر زيات دی. په همدی وخت کې په دغه هېواد کې د امريکايی سرتيريو مرګ ژوبله هم

لوړه شوې ده. په روان کال کې يو سل او يو امريکايی سرتيری په افغانستان کې وژل شول چې د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو زيات دی.

د افغانستان د ترينګلې وضعې له امله، د دغه هېواد او اړوندو هېوادونو تر منځ توپيرونه رامنځته شوی. د کوريا جمهوريت څرګنده کړه چې د روان کال تر پايه پورې خپل ټول مرستندويه کسان له افغانستان څخه وباسي. فرانسه او المان هم نيت نه لري چې افغانستان ته نور سرتيري وليږي.

په همدې وخت کې په افغانستان کې د امريکايی پوځ د عملياتو له امله د عامو افغان وګړيو د مرګ ژوبلې په اړه د بېلا بېلو خواوو د نارضايتۍ احساسات هم زياتېږي. د يوې شمېرنې له مخې، په روان کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه يو زره او دوه سوه تنه عام وګړي وژل شوي دي.

د خبر له مخې، د بريتانيا او ناتو بلاک د دفاع چارواکيو په نظر، د امريکايی پوځ هوايی بريدونه د افغانستان د عامو خلکو د مرګ ژوبلې عمده لامل دی. که امريکايی پوځ له خپلو عملونو څخه لاس وا نه خلی، نو د لوېديځو هېوادونو ځواکونو او افغانی وګړيو تر منځ اړيکې به نورې هم خرابې شي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ښکاره توګه د لوېديځو هېوادونو د ځواکونو په پوځي عملياتو کې عامو افغان وګړيو ته د مرګ ژوبلې رسولو په اړه سخت نارضايتي څرګنده کړې ده. د څېړونکيو په اند، که څه هم په افغانستان کې د ايتلافی ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې طالبان ځپلی شوي دي، خو د پراخو وګړيو مرګ ژوبلې له امله، د افغاني وګړيو او ايتلافی ځواکونو تر منځ د دښمنۍ احساسات رامنځته شوی او منفی اغېزه يې پرې کړې ده.

د څېړونکيو په اند، له شپږو کلونو راهيسی د پوځي عملياتو له امله طالبان له منځه نه دي تللي، بلکی توان يې پياوړی شوی. له دې څخه څرګندېږی چې د افغانستان مسئله يوازی د وسله والې جګړې له لارې نه شي حل کيدای او بايد د سرچينې له پلوه بيارغونه تر سره شي. افغانستان د ترياکو توليدونکي لوی هېواد دی او د طالبانو اقتصادي سرچينه هم همدا د مخدره موادو قاچاق ګڼل کېږی. نو د وسله والو طالبانو پر ضد مبارزه بايد د مخدره موادو د توليدی چارو د ځپلو له لارې تر سره شي. په همدی وخت کې بايد د هغو عامو افغان وګړيو لپاره د ژوند يوه مناسبه لار پيدا شي چې نسل په نسل د ترياکو د کرلو له لارې ژوند کوي او دا تر ټولو مهمه خبر ده.