<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-13 19:18:04    
په وو هان ښار کې د چين په ښاري سپورتي لوبو کې ځوان لوبغاړی د پاملرنې وړ دي

cri

د چين شپږم دوری ښاري سپورتي لوبې چې د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه پرانيستل شوې وې، څو ورځې دمخه په جنوبی ښار وو هان کې پای ته ورسيدلې. د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې په چين کې د وروستيو عمومی سپورتي لوبو په توګه، دغو لوبو د څلور اويا پلاويو شپږ زره او دری سوه لوبغاړی راجلب کړی چې د ښاري سپورتي لوبو په تاريخ کې تر ټولو پراخې وې. د مقرراتو له مخې، په ښاري لوبو کې د لوبغاړو عمر بايد له شلو کلونو ټيټ وي، نو دغه لوبې د ځوانو لوبغاړو لپاره د سټېج په نامه يادېږی. په تازه پای ته رسيدلو لوبو کې ډېرو ځوانانو خپل وتلي توانونه څرګند کړي دي .

پينګ پانګ لوبې د چين د ملي لوبې په توګه بلل کېږي. له دې امله چې په دغه ښاري لوبو کې د ما لونګ او ګو يوی په شمول ملي لوبغاړو ګډون کړی دغه کورنی سيالۍ نړيوالې کچې ته ورسېده. څلور کاله مخکې د چانګ شا په ښاري سپورتي لوبو کې، ما لونګ يوازی پنځلس کلن هلک و او د نارينه يو کسيزی سيالۍ اووم مقام او د دوه کسيزې سيالی څلورم مقام يې وګاټه. په سږنيو لوبو کې ما لونګ د نارينه يو کسيزې سيالی لومړی ځای ونيوه. هغه د برياليتوب تر لاسه کولو په اړه وويل

د سيالۍ په حساس وخت کې مې لا هم د بريالۍ موندلو باور درلود او په ښه توګه مې لوبه وکړه، نو په پايله کې مې برياليتوب تر لاسه کړ.

مانګ لونګ وويل په ښاري لوبو کې ټول ځوان لوبغاړی ګډون کوي او د ډېرو لوبډلو روزونکي په دغو سياليو کې د ځوانو لوبغاړو څارنه کوي، نو دغه لوبې د ځوانانو لوبغاړو د راتلونکی پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دی. نولس کلن ما لونګ په خپلو عملياتو دې پخلی وکړ چې ښايی د ٢٠١٢ کال په اولمپيک لوبو کې به دی د پينګ پانګ لوبې په برخه کې د چيني لوبډلې لپاره برياليتوب وګټي.

لکه مان لونګ په شان، نولس کلنې نجلۍ لياو يا لي هم لوی برياليتوب تر لاسه کړ. د ٢٠٠٥ کال د چين په ملی لوبو کې دې د هو نان ولايت په استازيتوب د دوه سوه مترو په واټن په چپه توګه لامبووهلو کې طلايی مډال تر لاسه کړ. دا له شپږ پنځوسو کلونو راهيسی د هېواد په ملی سپورتي لوبو کې د دغه ولايت لومړی طلايی مډال و. په سږنيو لوبو کې لياو يا لي يو ځل بيا د دغه پروګرام طلايی مډال وګاټه ګټلی دی. هغې په دی هکله وويل

ځکه چې په وروستيو ورځو کې زما تمرينونه ډېر بشپړ نه وو، زه د خوښۍ احساس کوم نو په سياله توګه چې په سيالی کې ګډون وکړم.

لياو يا لي په ټينګ هوډ وويل ې دا به په راتلونکی وخت کې خپله روزنه پياوړی او د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره کوششونه وکړي.

په دغه ښاري سپورتي لوبو کې دوه ښځينه ځوانې لامبو وهونکې تر ټولو د پاملرنې وړ وې چې يوه يې دوی دوولس کلنه لي جه سه او بل يی ديارلس کلنه لي شوان شو دي. لي شوان شو د دوه سوه متره او څلور سوه مترو په واټن په مختلط شکل لامبو او د اته سوه مترو

په واټن ازاده لامبو کې برخه واخيسته. دی نه يوازی په دغو دوو سياليو کې طلايی مډالونه يې ګټلي ، بلکی خپله تر ټولو ګړندی سرعت يې جوړ کړی او په اولمپيک لوبو کې د بشپړ ګډون حق تر لاسه کړی دی.

بلې نجلۍ لي جه سه يو داسی لوی برياليتوب ګټلی چې په يوه ورځ کې يې د پنځوس مترو ازادې لامبو او د ريلې په توګه په مختلط شکل د څلورو کسيزو د لامبو په سياليو کې دوه طلايی مډالونه تر لاسه کړی دی چې په دغه ښاري سپورتي لوبو کې تر ټولو ځوانه اتله ګرځېدلی ده. هغی په دې اړه وويل

البتاً چې ډېره خوښه يم. د سياليو په ترڅ کې مې خپل بشپړ توان کارولی دی.

د اولمپيک په لوبو کې د ګډون لپاره داسی ځوان لوبغاړې لا هم د بنسټ ايښودلو په موده کې دي او د چين د سپورت راتلونکی به د دوی د زيار له امله نوره هم ښه شی.