<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-13 19:07:07    
د چين د ځانګړيو کليو شمېر څلويښتو ته رسيدلی دی

cri

د چين په يو کلی کې د يو شی توليدولو په اړه کارونو ښې پايلې تر لاسه کړې دي د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په چين کې د ځانګړيو کليو شمېر څلويښتو ته او له امله د هر بزګر په سر عايدات ٤٥٦٠ يوانو ته رسيدلی چې دغه اندازه د هېواد د نورو سيمو د بزګرانو د عايداتو په سلو کې ٢٧ برخه نيولې ده.

دغه خبره د چين د کرنې وزارت، د بهرنيو کارپوهانو ادارې په وروستيو ورځو کې د شان شی ولايت په يانګ لين کې په يوه اړونده غونډه کې وکړه.

د چين د کرنې وزارت مرستيال وي چاو ان وويل په يو کلی کې د يو شی توليدولو په اړه د پلان پلی کول د بزګرانو عايداتو د زياتوالی، د کرنې د سيالۍ توان د لوړوالی او د عصری کرنې د پرمختګ لپاره يو مهم تدبير دی او د نويو سوسياليستو کليو په أبادۍ کې يې لامهم رول لوبولی دی.

نوموړی وويل د راتلونکی کال له پيل څخه به د کرنې وزارت له دغو کليو څخه ١٥٠ ځانګړی نمونوي کلی غوره کړي او په راتلونکيو دريو يا پنځو کلونو کې به د داسی زرو کليو د أبادۍ لپاره کوشش وکړي چې مشهوره نښه او د وګړيو عايدات پکې زيات وي.

د معلوماتو له مخې دکرنې وزارت به د ٢٠٠٨ کال له پيل څخه د دغه پلان د پنځو سيستمونو جوړولو لپاره کوشش وکړي، لومړی د دغو کليو د أبادۍ لپاره به د پانګونې ضمانت سيستم او د حکومت په مشرۍ د بزګرانو د پيسو راغونډولو او

ټولنيزو پانګونو په شمول د څو اړخيزې پانګونې ميکانيزم جوړ شی. دوهم د غوره غلودانو چارو، د کرهڼيزو توليداتو د کرلو او د کورنيو مرغانو د روزلو ځانګړيو چارو او دوديزو لاسی چارو ته به ډېر اهميت ور کړی شی چې جوړښت او د توليداتو کيفيت يی ښه او ګټې به يې ډېرې وي. درېيم د کرهڼيزو چارو د ترتيبولو سيستم د سمه ايزتوب او ځانګړتيا لپاره به کوشش وشی. څلورم د دغه پلان د پرمختګ لپاره عملی سيستم جوړ شی، پنځم د بازاری اړتياوو له مخې به خدمتی سيستم جوړ شی.

د يو بل خبر له مخې په همدی وخت کې د چين حکومت د کرهڼيزو توليداتو او خوړو د کيفيت تامينولو لپاره داسی نمونوی مغازې جوړې کړې دي چې وګړي به پکې په علاقه داريو او ښارګوټو کې امنيتی توليدات واخيستل شي.دغه مغازې د ځانګړيو وګړيو په غوښتنه جوړی شوې او د صنعتی او سوداګريزې ادارې له خوا منظور شوي دي.

له نن څخه به په بېلا بېلو ځايونو کې صنعتی او سوداګريزې ادارې هر کال ددغو مغازو پلټنه وکړي او پرېکړه به وکړي چې أيا دغه مغازې خپلو چارو ته دوام ور کړي که نه .هغه مغازې به د نمونوی مغازو له لست څخه لغوه شی چې جعلی توليدات پکې وپلورل کيږي.