<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-13 19:28:28    
ما هيره او د دې د کورنيو چارو خدمتی شرکت

cri

 زه غوټۍ يم او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هر کلی کوم. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يوې قزاقۍ نجلۍ په اړه معلومات وړاندی کړم چې د کورني خدمت په چارو لګيا ده. 

ماهيره چې عمر يې اوه ويشت کاله دی د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د يی نينګ ښار د يو کورني خدمت شرکت مشره ده. د دغه شرکت جوړيدلو له دوو کلونو راهيسي، ما هيرا هره ورځ سهار له نورو کارکوونکو مخکې شرکت ته ځي چې د هغې ورځې کارونه ترتيب کړي ، خو تر نورو وروسته بېرته کورته ځي او بيا د هغې ورځې د کارونو د پلی کولو حالت څارنه کوي.

دوه کلونه مخکې، ماهيرا د ځايی حکومت يوه چارواکې وه. د نورو کسانو په سترګو کې دغه کار ډېر ښه دی، خو ماهيره وويل: 

ما لومړی د ښځو په ځايی ټولنه کې د ارشيف د کارکوونکې په توګه کار کاوه. دا زما د مور هيله وه چې بايد په يو ثابت چاپيريال کې کار وکړم.

ماهيرا په ٢٠٠٣ کال کې له پوهنتون څخه فارغه شوه. په شينجيانګ کې د زياترو کسانو په اند په حکومتی ارګانونو کې کار کول ډېر ښه انتخاب دی چې تر نورو کارونو ډېر ثابت دی. خو ماهيره د څلورو کلونو ترکار وروسته له خپلې دندې څخه استعفا وکړه. دې وويل:

د کار د پيل له درېيو کلونو وروسته ډېره ستړی وم او هيڅ برياليتوب مې نه دی ترلاسه کړی. نو پريکړه مې وکړه چې له دغه رسمي کار څخه لاس واخلم.

له کار څخه تر استعفا وروسته ما هيرا پخپله د ټايپ او فوتو کاپی کولو دکان پرانيست او د شخصی شرکت په خاوندې بدله شوه. لږه موده وروسته، ځايی حکومت د خپلو چارو د پيل کولو په اړه له پوهنتون څخه له فارع شويو زده کوونکو سره د مرستې يوه امتيازی تګلاره پيل کړه. ما هيره وويل:

ما تصادفأ يو داسی خبر واوريد چې د کار او استخدام ادارې يوه نوې تګلاره ټاکلې ده : که له پوهنتون څخه فارع شوي زده کوونکي د خپل ځواک په وسيله په کومې چاری پيل وکړي، د صنعتی او سوداګريزو مالياتو نيمه برخه به يې لغوه شی.

د ما هيره په اند دا يو ډېر ښه فرصت و. نو بايد دغه فرصت له لاسه ور نه کړي. دې وويل: 

زما لومړی نظر د کورني خدمت شرکت پرانيستل و. ځکه چې ما د ښځو په ټولنه کې د کار کولو په وخت کې د دغو چارو په اړه څه نا څه معلومات تر لاسه کړي و. زما په اند دغه چاری ښه راتلونکی لري.

د ماهيرا په اند کورنی خدمت نه يوازی د کور پاکولو په ګډون له ساده کارونو څخه عبارت دی، بلکې د وګړيو د ژوند له بېلا بېلو ساحوسره تړاو لری. نو دغه کار د کارکوونکو لوړ کيفيت ته اړتيا لري.

ما يی لا لومړی په ځايې ورځپاڼو کې د استخدام اعلان خپور کړ او په ښکاره توګه مې کارکوونکو ته روښانه کړه چې د ليسانس کچه تر لاسه کړې ده.له دې وروسته څه باندی لس تنه وګړي چې له دغې غوښتنې سره سمون لري د ما يی لا شرکت ته ولاړل. سيلکينور اسراف له دغو وګړيو څخه يو دی. اوس هغه د ما يی لا په شرکت کې د کمره من په توګه کار کوي. په دغه شرکت کې له کارکولو نه مخکې يو بل کاری فرصت لري چې په منځنی ښوونکی کې يې د ښوونکی په توګه کار کاوه. خو

هغه اوسنی کار انتخاب کړ. ده وويل:

پخوا هېواد زده کوونکو ته کاری فرصت برابر کړي و، خو موږ پخپله نظر کار نشو انتخابولای. که څه هم اوس کاری سيالۍ سختې دی، خو زه باور لرم چې دغه سيالۍ ګټلای شم.

اوس د ماهيرا په شرکت کې نهه تنه کارکوونکی شته چې ټولو د ليسانس علمي درجه لاس ته راوړې ده.

ريښتيا ده چې د ماهيرا غوراوی سم دی. ځکه چې اوس د يی نينګ په ښار کې ټول وګړي په دې خبر دي چې د کورني خدمت يو هغه شرکت شته چې مشره او کارکوونکی يی ټول له پوهنتون څخه فارع شويدي. د ښه خدمت له برکته د ماهيرا شرکت د ينينګ ښاريانو لخوا ستايل شوې او چاری يی هم سمسورې دي.