<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-13 19:43:14    
د نيکمرغه بېجينګ په نامه د وو شو د نهمې دورې نړيوالې اتلوالۍ سيالی به تر سره شي

cri

د نيکمرغه بېجينګ په نامه د وو شو د نهمې دورې د نړيوالې اتلوالۍ سيالی به د نوامبر له يوولسمې نېټې نه تر اوولسمې نېټې پورې د چين د اولمپيک دولتی سپورتي مرکز په سټيډيوم کې تر سره شي. په هغه وخت کې به د اته اتياوو هېوادونو او سيمو زر تنه لوبغاړي په کې ګډون وکړي. اوس د دغې اتلوالی لپاره د تياريوکارونه پای ته رسيدلی دی. د نوامبر په شپږمه نېټه د دغې اتلوالی د پرانيستونکو مراسمو ازمويښتی ننداره په دغه سټيډيوم کې تر سره شوه.

د دغو سياليو په موده کې به هره ورځ د سهار له اوو بجو نه د شپې تر يوولسو بجو پورې د هغو موټرونو نه پرته نور موټرونه د دغه مرکز په سيمه کې اجازه ورنکړل شي چې د نيکمرغه بېجينګ په نامه د سياليو په موده کې د عام امنيت د ترانسپورتي ادارې څانګې له خوا د لنډ ګرځيدلو سندونه لري.

د چين د عام امنيت وزارت له هېواد څخه د سرحدی له لارې د وتلو او ننوتلو ادارې مشر څو ورځې دمخه خبريالانو ته څرګنده کړه: دغه څانګه به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې له پولو څخه د مساپرو د تېريدو سرعت چټک کړي چې د يو عام وګړي د څارنې سرعت له پنځه څلويښتو ثانيو څخه اوږد نه شي. دغه مشر وويل: هغه کسان چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د خدمت کولو پيژندپاڼې لری ، د څو ځلو لپاره د اولمپيک لوبو په موده کې د خدمت تر سره کولو په موخه چين ته د ننوتلو اجازه لري يا له چين څخه وتلی شي او يا هم په چين کې د يو کال لپاره کار او ژوند وکړي . ددې ترڅنګ د اولمپيک لوبو په موده يا مقدماتي موده کې به دا ډول بهرني خبريالان هم د خپلوپيژند پاڼو د اعتبار په موده کې په مستقيم ډول چين ته راشي. برسيره پردې هغو بهرنيانو ته چې په چين کې د کار يا ژوند کولو مناسب شرايط لری، امنيتي څانګه به د پنځو کاري ورځو په موده کې ويزې يا د هستوکني اجازه ليکونه ورکړي.

د نوامبر په شپږمه نېټه سهار د بېجينګ د ولسی کانګرس د مذهبی چارو او خارجی تابعيت لرونکو چينايانو کميټې يو شمير استازيو د اولمپيک لوبو د لوبغالو د جوړولو له حالاتو څخه کتنه وکړه. د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو دولتی مرکز د هانګ کانګ او مکاو د وطنوالو د پانګونې په واسطه جوړيږي. نو د بېجينګ ښار په ځانګړی توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د جوړولو په اړه د هانک کانګ او مکاو وطنوالو کميټه جوړه کړې. د معلوماتو له مخې: د روان کال د دسمبر تر اتلسمې نېټې پورې له يو سل او يو هېوادونو او سيمو څخه د هانګ کانګ او مکاو ديرش زره تنه وطنوالو او چينی اوسيدونکو او بهرنيو تابعيت لرونکو چينايانو پانګونې کړې دي چې ارزښت يی اته سوه او څلويښت مليون يوانو ته رسيدلی دی. د اټکل له مخې دغه شمير به د روان کال تر پايه پورې له نهه سوه مليون يوانو څخه واوړي. د بېجينګ حکومت به له دغو وطنوالو څخه د مننې څرګندولو لپاره به د دغه مرکز په بهر کې يو ځانګړی ديوال جوړکړي چې د دغو وطنوالو نومونه پکې ياد شي .