<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-14 19:07:57    
د نجلۍ شياو څون پينګ د زده کړی لار

cri

په ښوونځيو کې زده کړه او لويو ډګرونو کې لوبی کول د هر ماشوم د عادی ژوند يوه برخه ده، خو دغه ژوند د نجلۍ شياو څون پينګ او نورو بی وزلو ماشومانو لپاره کوم اسانه کار نه دی. خو په چين کې د بی وزلو زده کوونکيو لپاره د ځينو تګلارو له امله دوی اوس په ښوونځيو کې د زده کړې فرصتونه لري.

نجلۍ شياو څون پينګ څوارلس کلنه ده او په يو بی وزلی کور کې زيږيدلی ده. کله چې هغې بايد په منځنۍ ښوونځې کې زده کړه کړې وی، پلار يې په يوه ناڅاپي پيښه کې معيوب او مور يې د کورنۍ درنې دندو پر غاړې واخيستې. نو کورنۍ يې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه او دې د زده کړې لګښت نه درلود.

په هغه وخت کې د شياو څو پينګ ښوونکي دې ته هيله ورکړه. د بی وزلو کورنيو د زده کوونکيو لپاره د مرستې داسې تګلارې پلی شوې ده چې حکومت يې له مخې په وړيا توګه په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کې بی وزلو زده کوونکيو ته درسی کتابونه برابروي، د زده کړې په موده کې د درسی شيانو لګښتونه لغوه کوي او هغو بی وزلو زده کوونکيو ته د پيسو مرسته برابروي چې د ښوونځيو په ليليو کې استوګنه کوي. دغه تګلاره له ٢٠٠٤ کال څخه د چين په کليوالو سيمو کې پلی شوې او تر تير کال پوری په ښارونو کې د بی وزلو کورنيو ماشومان هم ترې څخه ګټی اخيستې دې. نجلۍ شياو څون پينګ د حکومت په مرسته خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او اوس د منځنی ښوونځی په دوهمه کچه کې زده کړه کوي چې د زده کړې شرايط يې د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

د شياو څون پينګ په ښوونځی کې يو سل او اويا زده کوونکي له نوموړو تګلارو څخه ګټې اخلي. په چين کې د ښارونو او کليوالو سيمو تر منځ توپيرونه زيات دی چې د زده کړی او ښوونې په برخه کې هم توپير شته. په کليوالو سيمو کې د زده کړی شرايط د ښارونو په پرتله وروسته پاتی دی او په کليوالو سيمو کې د بی وزلو کورنيو شمير هم زيات دی. نو له دې امله په لوړه کچه ښوونځيو کې د زده کړی فرصتونو تر لاسه کولو او د استخدام په برخه کې کليوال زده کوونکي له زياتو ستونزو سره مخامخ دی او دغه حالت د کليوالو سيمو د پرمختيا لپاره ګټور نه دی. په دی حال کې د زده کړې لپاره دغه تګلارې خپرې شوې دي.

د چين د ښوونې وزير جو جي د زده کړې په لرلو يې د عدالت د نظريی په اړه وويل د زده کړې په برخه کې د عدالت او مساوات په چارو کې لومړی بايد په کليوالو سيمو کې د زده کړې پرمختګ وموندل شي. د چين په کليوالو سيمو کې يو سل او پنځوس مليونه زده کوونکي اجباری زده کړه کوي او په دغو سيمو کې د اجباری ښوونې پرمختګ په زده کړه کې د عدالت د عادلانې پياوړتيا او د ټولو خلکو د کيفيت لوړتيا لپاره ستر اهميت لري.

ښاغلي جو جی په دې اړه معلومات ورکړل چې چين به په راتلونکی کې په ښوونځيو کې ټولو ماشومانو ته د زده کړی د فرصت برابرولو لپاره کوششونه وکړي. په کليو کې به د ښوونځيو د تجهيزاتو بشپړولو او د ښوونځيو د أبادی لپاره به زيات کارونه تر سره کړی او د غوره ښوونکيو د روزنې لپاره به هڅی وکړي چې په ريښتنې توګه په کليو کې د اجباری ښوونې کيفيت لوړ شي.