<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-14 17:56:06    
لتويا به د بيا رغونې په برخه کې له افغانستان سره زياتې مرستې وکړي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لتويا حکومت د نومبر په ديارلسمه نېټه له ٢٠٠٧ کال څخه تر ٢٠١٣ کال پوری د افغانستان په بيا رغونه کې د دغه هېواد د ګډون د عملياتو په هکله يوه بنسټيزه قاعده تصويب کړې چې له مخې به يې افغانستان ته زياتې مرستې ورکړي.

د دغې قاعدې له مخې به په راتلونکيو څو کلونو کې د لتويا پوځ په افغانستان کې د ناتو د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې ګډون وکړي. ٢٠٠٨ کال به لتويا په افغانستان کې د خپلو سرتيريو شمېر له يو سل او پنځوسو څخه دوه سوو تنو ته زيات کړي او افغانستان ته به د دری مليون او يو لک امريکايی ډالرو په ارزښت وسلې برابرې کړي. د لتويا د دفاع وزرات په أند لازمه ده چې په نورو برخو کې هم بايد له افغانستان سره مادی او تخنيکی مرستې او د افغانستان د بيا رغونې صندوق ته زياتې پيسې برابرې شي.