<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-14 19:25:44    
معيوب ځوان ځنګ فو شنګ

cri

د چين په ختيځ د جيانګ سو ولايت د سوي جيو په ښار کې يو معيوب ځوان چي ځنګ فو شنګ نوميږي ، په زړورتيا سره له خپل نا روغ بدن سره د مقابلې په بهير کې په فعاله توګه له نورو سره مرسته کوي چې دده له مينې څخه ډکو کيسو د ټولنې زيات پام ورجلب کړي دي ٠

اته ديرش کلن ښاغلي ځنګ فو شنګ د يوويشت کلنۍ په وخت کې د مهره په سختې بليدونکي ناروغۍ اخته شو چې له امله يي يوازي دريدلي شي ، خو ګرځيدل يي ډير ستونزمن دي ٠ دغه ناروغۍ د نړۍ په اړونده طبي ساحه کې د نا مرګي سرطان په نوم هم ياديږي ٠ ښاغلي ځنګ فو شنګ وويل چې هغه مهال هره ورځ پر کټ باندې پروت وم او د کار توان مې په پوره توګه له لاسه ورکړي وو چې له امله يي له بهر سره زما هر راز اړيکي پري شوي وې او زه په نا هيلې او يوازيتوب کې اوسيدم ٠ هغه وويل چې په هغه وخت کې د ژوند او خپل راتلونکي په هکله يي هيڅ فکر نه کاوه ، د دغې ناروغۍ د رامنخته کيدو مخکې ځنګ فو شنګ د نورو روغو ځوانانو په شان د راتلونکي په هکله ښکلې هيلې درلودې ٠ هغه خبريال ته وويل چې که چيري زه ناروغ نه واي ، ما هم وکولا شول چې له نورو ځوانانو سره يو شان په ازاد ډول سپورتي لوبې وکړم ، کار او واده وکړم ٠ ځنګ فو شنګ د خپل پلار او مور يوازني اولاد دي ، کله چې د دوي يوازني زوي په دغې سختې ناروغۍ کې اخته شوي ، دوي هم په نا هيلو او سختو غمونو کې ډوب شوي او د درملنې د زياتو لګښتونو له امله

د دوي کورني اقتصاد په ډير ستونزمن حال کې و٠ خو د خوښې وړ خبره دا وه چې يوه ورځ ښاغلي ځنګ فو شنګ په راډيو کې يو پروګرام واوريد او وروسته يي راډيو ته د مرستې د غوښتلو ليک وروليږه ٠ دده له فکر څخه وتلې خبره دا وه چې دده دغه ليک په راډيو کې له خپرونې وروسته سم د لاسه په ټولنه کې زيات پام ځان ته ورجلب کړ او د سوي جيو ښار د يوې تصدۍ شپاړس تنو کارکوونکو وړانديز وکړ چې په وړيا ډول د ټاکلي وخت له پاره ځنګ فو شنګ روغتون ته واستوي چې ځانګړې درملنې يي ومنل شي ٠ له هغه وخت وروسته په يوه اوږده موده کې يا په ساړه ژمي ، يا په ګرم دوبي کې د دوي دغه مرستي نه دي بندې شوي ٠ د ټولنې د بېلا بېلو خواوو تر مرستو لاندې د ځنګ فو شنګ روغتيا تر پخوا نه ډير ښه شوې ده او اوس د خپل ځواک په اتګا ورو ورو ګرځيدلي شي ٠ هغه وويل چې کله چي تاسې له نورو څخه مينه تر لاسه کړۍ ، تاسي هم بايد په همدغه مهال کې خپله مينه نورو ته وقف کړۍ٠

د ١٩٩٧ کال د اپريل په شلمه نېټه يعنې د ښاغلي ځنګ فو شنګ د زيږيدنې د ديرشمې کاليزې د راسيدو په ورځ کې د ښاغلي ځنګ فو شنګ د وړانديز سره سم په سوي جيو ښار کې د زړه تړلو په نوم يو داوطلبانه خدمتي مرکز جوړ شو٠ له هغه وخته تر اوسه پوري څه د پاسه لس کلونه تير شوي چې په دي بهير کې يي دښاغلي ځنګ فو شنګ او د دغه مرکز داوطلبانو څه د پاسه څلور لکه يوانه بسپنه راغونډه کړې چې زر ګونو بې وزلو ناروغانو او معيوبو کسانو ترې ګټې اخيستي دي ٠ پيغله جوان ځه هم له نوموړو مرسته اخيستونکو څخه يوه ده ٠

هغه د دوه لس کلنۍ په وخت کې د وينې په سرطان اخته شوه او د کورنۍ ټول زيرمه د دې د ناروغۍ د درملنې له پاره لګول شوي چې له امله يي د کورني اقتصاد له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي ٠ کله چې ښاغلي ځنګ فو شنګ د پيغلې جوان ځه دغه ستونزمن په هکله حالت واوريدل ، سم د لاسه يي د مرکز له داوطلبانو سره نژدي سل زر يوانه بسپنه راغونډه کړه چې د پيغلي جوان ځه د جراحي عملياتو د تر سره کولو له پاره لګول شوي دي ٠ پيغلې جوان ځه وويل چې که څه هم زمونږ د اوسيدلو د ځايونو ترمنځ واټن ليري دي ، خو زمونږ دزړونو ترمنځ کومه فاصله نه شته ٠ د دوي په مرسته او ملاتړ زه پر خپلې ناروغۍ باندې د غلبې موندلو په هکله پوره باور لرم ٠ اوس د دې روغتيا د بيا رغيدو په حال کې ده او د ښاغلي ځنګ فو شنګ د مرکز د روحيې تر اغيزې لاندې په دغه مرکز کې ګډون هم وکړ ٠ د نوموړي خدمتي مرکز د جوړيدو له څه د پاسه لس کلونو راهيسي ، د دغه مرکز تر اغيزې لاندې نژدي يو مليون داوطلبانو په عامو خيريه چارو کې ګډون کړي ٠ ښا غلي ځنګ فو شنګ وويل چې که څه هم دده بدن معيوب دي ، خو بايد تر وسي پوري د خپل ژوند ارزښت ټولنې ته د خدمت له پاره وروبښي ٠