<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-14 19:51:08    
د ارام سمندر په تل کې د چين او امريکا ترمنځ د نوري کيبلونو د غځولو پروژه پيل شوه

cri

د تير کال په پاي کې د چين د تايوان په جنوبي سمندري ساحه کې د سختې زلزلې له امله په سمندري تل کې څوارلس نوري کيبلونه پرې شوي وو چې په پايله کې يې له امريکا ، اروپا او جنوب ختيځې اسيا سره د چين د سترې برخې ، هانکانګ ، مکاو او تايوان مخابراتي مزي پرې شوي او پر انترنيت باندی سخت اغيزمن هم شوی دی.اوس د چين درې مخابراتي شرکتونه د چين د تايوان ، امريکا او کوريا جمهوريت له اړوندو شرکتونو سره د أرام سمندر په تل کې د وړانګو په وسيله د کيبلونو غځولو پروژې د جوړولو تړون لاسليک کړ . د تير اکتوبر په دوه ويشتمه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د ارام سمندر په تل کې د نوري کيبلونو د غځولو پروژې د بنسټ ايښودلو مراسم د چين په شمالي ښار چينګ داو کې ترسره شول چې دغه پروژه د تي پي يي په نامه ياديږي او لومړی پړاو به يې د اتلس زره کيلو مترو په واټن کيبلونه وغځول شی .

ددغې پروژې په بشپړولو سره به د معلوماتو ليږدولو سرعت ددغه سمندر په تل کې د اوسنيو کيبلونو په پرتله يو ديرش ځله چټک شی په بله ژبه له ټاکلي ډيزاين سره سم کيداي شی چې شل مليونه تنه په يو وخت د بل هيواد له شل مليونه تنو سره تليفون وکړي.د دغې پروژې لومړی پړاو به په راتلونکي کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له پرانستنې مخکې بشپړ شی . د چينګ داو د ښاروالي مرستيال وانګ شيو لين زموږ د راډيو خبريال ته وويل چې په راتلونکي کال کې به په نړۍ کې پنځه ميليارده تنه د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو سيالۍ وګوري ، د

تي پي يي پروژې د لومړي پړاو د بشپړتيا له امله به د يادو شويو لوبو په هکله د معلوماتو خپرولو اړتياوې پوره شی. ده وويل په دوه زره او اتم کال د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو او په دوه زر او لسم کال کې د شانګهاي د نړيوال نندارتون په موده کې د معلوماتو ليږدولو دندې به د تي پي يي پروژې له لارې ترسره شی چې په هغه وخت کې به نړيوال په مستقيم ډول د تلويزيون او انترنت له لارې د سياليو ډيرې صافې خپرونې وليداي شی.

د اولمپيک لوبو پر مستقيمو خپرونو برسيره د يادې شوې پروژې په بشپړولو سره به په چين کې د نړيوالې مخابراتي شبکې جوړښت نورهم برابر شی او له نورو هيوادونو او سيمو سره به د چين د مخابراتو امنيت تامين شی او په نړيوالو مخابراتو کې به د چين مقام لوړ شی.د چين د معلوماتي چارو وزارت د مخابراتو ادارې مشر وانګ جيان ون وويل له وروستيو کلونو راهيسې د چين د سياسي ، اقتصادي او ديپلوماتيکو چارو له پياوړتيا سره سم د چين د نړيوالو مخابراتو چارو هم ډير پرمختګ کړی دی.د نوموړې پروژې پيل او بشپړتيا به له نورو هيوادونو سره د چين د مخابراتي شبکې د تکامل او د معلوماتو د ليږدونکي توان د غښتليتوب لپاره ګټور وي او په چين کې د نړيوالې معلوماتي شبکې د امنيت او باور لوړ شی.

په سمندري تل کې د معلوماتو ليږدولو نوري کيبل په عايق لرونکي توکيو پوښل کيږي او په عمده توګه په مخابراتي چارو کي استعماليږي او د مصنوعي سپوږمکۍ په پرتله دغه ډول کيبل زياتې ښيګڼې لری . لومړی: سمندري اوبه د مقناطيسي الکترون څپې د پارازيت مخنيوي کولی شی ، دوهم :د دغه ډول کيبل په وسيله د مخابراتو په بهير کې هيڅ وخت نه ځنډيږي، دريم : دغه ډول کيبل پنځه

ويشت کاله استعماليږي ، خو په مصنوعي سپوږمکۍ کې سوان مواد عمومأ له لسو څخه تر پنځلسو کلونو پورې تماميږي.نو د چين شپږ مخابراتي شرکتونو د تير کال د دسمبر په اتلسمه نېټه د امريکا او کوريا جمهوريت له شرکتونو سره تړون لاسليک کړ چې د پنځه سوه مليون امريکايي ډالرو په لګولوسره له چينګ داو څخه د کوريا جمهوريت له لارې د امريکا تر نيدونا پوري د ارام سمندر په تل کې اوږد نوري کيبلونه وغځوي . په اسيا کې د امريکا د تيکو شرکت مشر ماتوليچ راسيل چې دغه شرکت د نوموړې پروژې يو جوړونکي يونټ دی ، وويل د ارام سمندر په تل کې د معلوماتو ليږدولولپاره د نوري کيبلونو غځولو پروژه يوه لويه نړيواله پروژه ده او د دواړو هيوادونوترمنځ به يو نوي مخابراتي پل جوړ کړي او د ستراتيژيکې سوداګرۍ د اړکيو ټينګتيا لپاره به ستر رول ولوبوي . باور دی چې ددغې پروژې په بشپړولو سره به د مخابراتو لګښت کم شی.