د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان ولسمشر حامد کارزي د نومبر په ١٤مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د چين د بهرنيو چارو له وزير يانګ جی چه سره وکتل.
حامد کرزي وويل افغانستان له چين سره عنعنوی دوستی ته پاملرنه کوي او د افغانستان د سوله ايز بهير او د اقتصادی بيا رغونی په ترڅ کې د چين له ملاتړ او مرستې څخه يې مننه څرګنده کړه. هغه هيله لری چې دواړه هېوادونه د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ پياوړی کړي او د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د دواړو خواوو تر منځ د تګ راتګ لپاره ګټور شرايط برابر کړي او د ترهګرۍ پر ضد په ساحه کې همکارۍ ټينګه کړي.
ښاغلي يانګ جی چه وويل د چين او افغانستان تر منځ د سياسی اړيکيو ټينګښت په دوه پنځوسو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی پر له پسی ټينګ شوې ده. چين د تايوان او ختيځ ترکستان د مسئلو په هکله د افغانستان د ټينګ ملاتړ لوړه ستاينه کوي.