د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د سکای نيوز ټلويزيونې سټېشن د نومبر په څوارلسمه نېټه خبر ور کړ چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د دغه ټلويزيون له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د دغه هېواد د ملي او ولايتي پارلمانونو ټولټاکنې به په بيړنيو حالاتو کې تر سره شي.
مشرف په دې اړه ناهيلي څرګنده کړه چې د يو شمېر هېوادونو خبري رسنيو د پاکستان پر بيړنيو حالاتو نيوکې کړي. هغه وويل داسی ناريښتنی خبرونه ښايی د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د ناکامۍ لامل شي.