د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې دانا پيرينو د نومبر په څوارلسمه نېټه وويل پاکستان بايد له پارلماني ټولټاکنو مخکې بيړني حالات لغوه کړي. پر ته له هغه امريکا به دا و نه مني چې پاکستان ازادې او عادلانه ټولټاکنې تر سره کړی وی.
نوموړې وويل امريکا هيله لري چې له پاکستان سره د دوستۍ او همکارۍ دايمی اړيکې ټينګې کړي او په پاکستان کې ديموکراسی پلی او خپل ټولنيز ثبات او سمسورتيا وساتل شي.