<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-15 19:47:39    
د هوا ګو غره سيل

cri

لويديځ ته سفر ناول د چين له نامتو داستانونو څخه شمېرل کېږي او هغه کيسه پکې ترسيميږې چې له مخې يې د بيزوګانو پاچا سون وو کونګ، د زياتو مشکلاتو او ستونزو په ليرې کولو او ډول ډول شيطانونو ته په ماتي ورکولو سره د سفر هدف يعنی د چين لويديځ ګاونډي هيواد هند ته رسيږي. په دی داستان کې د سون وو کونګ ټاټوبی داسی انځور شوی چې ښکلي ګلونه پکې غوړيږي او تل پاتې ميوې پکې ليدل کيږي. ګل په چينی ژبه کې د هوا مانا لري او ميوه په ګو سره تلفظ کيږي. نو دغه غر په چين کې د هوا ګو غره په نامه يادېږي. ويل کېږي چې د چين په ختيځ کې د جيانګ سو ولايت د ليان يو ګانګ ښار ته نژدی د هوا ګو غره په نوموړي ناول کې ياد شوی غر بلل کيږی. چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به تاسو ته د هوا ګو غره په هکله څه معلومات درکړو.

د ليان يو ګانګ د هوا ګو غر يو داسی ځای دی چې د کال په څلورو موسمونو کې هوا مناسبه او منظرې يې ښکلي دي. په دغه غره کې سل منظره لرونکي ځايونه تر سترګو کيږي چې زيات شمير يې په نوموړي داستان کې له انځور شويو محتوياتو سره سمون لري. د بيلګې په توګه د سون وو کونګ د زيږيدو ډبره هم په کې شته چې وايي سون وو کونګ د يوې غټې ډبرې د چاودنې له امله پيدا شوی و . دغه راز هغه سمڅه هم موجوده ده چې په وړاندي يې يو اوبځوړ شته او سون وو کونګ او بچيانو يې پکې ژوند کاوه. د سيلانۍ لارښوونې أغلې شن های لينګ په دې اړه معلومات ورکړل چې په ډبرينه سمڅه کې د دغه اوبځوړ په هکله يو روايت شته چې وايي

لويديځ ته د سفر ناول ليکوال وو څنګ ئن په غره کې د کتاب ليکلو په ترڅ کې په همدې سمڅه کې خوب وليد چې بيزوګانو د ده خطي نسخې په پوره توګه ولوستې او ويی موندل چې د بيزوګانو په هکله هيڅ و نه ليکل، نو ډير په قهر شول او نسخې يې څيرې کړې. کله چې وو چنګ ئن له خوبه راويښ شو چې نسخې او قلم يې ورک شوي او يوازی يوه ډله بيزوګان د ده په وړاندي ټوپونه وهي چې له امله يې له بيزوګانو سره مينه رامنځته شوه او په خپل ناول کې يې بيزوګان د عمده رول په توګه انځورول.

د هوا ګو غره په هر ځای کې بيزوګان ليدل کېږي چې د سيلانيانو پام راجلبوي. لارښوونکې شن های لينګ وويل په غره کې بيزوګان ټول وحشی دي او نسل په نسل دلته اوسېږي. د بيزوګانو په هره ډله کې يو پاچا شته چې ونه يې ډيره غټه او غښتلی ده او د ډلې او خوړو د کنترول حق لری. په هوا ګو غره کې د بيزوګانو هره ډله د خپل پاچا په مشرۍ په أرامه توګه په خپل ټاکلي ځاي کې ژوند کوی . أغلې شن های لينګ وويل د بيزوګانو د بيلا بيلو ډلو تر منځ هيڅ تګ راتګ نه شته، که د يوې ډلې بيزوګان د بلې ډلې د اوسيدو ځای ته ننوځي، جګړه به رامنځته شي او جګړه به حتمأ د يوې ډلې په برياليتوب سره پاي ته ورسيږي.

په دغه غره کې نه يوازې طبيعی منظرې ښکلې دي بلکې انسانی منظرې هم غني او جلبونکی دي . دغه راز د غره په لمن کې ځانګړي تاريخې ودانۍ هم پرتې دي. د بېلګې په توګه د ايو وانګ په نامه څلی د دغو ودانيو يوه نښه ده چې په ١٠٢٣ م کال کې جوړ شوی او تر اوسه نژدی زر کلن تاريخ لري. دغه څلی نهه پوړونه او اته خواوې لري چې په خښتو جوړ شوی او لوړتيا يې لس مترو ته رسېږي. که څه هم په دغه ځای

کې څو څو ځله زلزلې شوي وې، خو دغه څلی لا تر اوسه هم په ښه توګه ولاړ دی.

هر کال د هوا ګو غر د شتمنو انسانی منظرو او ښکليو طبيعی منظرو له امله د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو سيلانيان راجلبوي. له ماليزيا څخه راغلې سيلانۍ ميرمن حبيبه د لومړي ځل لپاره دغه ځای ته سفر کوي. دې وويل د هوا ګو غره طبيعی منظرې ډېرې ښکلې دې او هوايې معتدله ده او زيات انسانی منظرې هم لري. دغه ځای ته سفر ډېر خوندور دی.

برسيره پر دې په دغه غره کې د يو وو په نامه چاي ډېر نامتو دی. که د چينې په اوبوکې واچول شی، بوی به يې نور هم ښه شی. د يون ګانګ ښار د سيلانۍ چارو اداری مشر ښاغلي لي داو ينګ وويل دغه چای نه يوازی ښه بوی لري بلکې د روغتيا ساتنې په برخه کې هم رول لوبوي.