<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-15 19:41:06    
په ځمکنی کری باندی اوبه

cri

په دی وروستيو ورځو کې د ځمکنی کری د ژوند د سرچينی په اړه بحث په نړيوالو علمی مسئلو کې تود شويدی٠ ټولو ته معلومه ده چې د يوی مودل تيوری له مخې له فضا څخه يو اوبه او نور ارګانيک مو لکول لرونکی لکۍ دار ستوری او کوچنی ستوری په ځمکنی کری باندی ولګيد او ورپسی په ځمکه کې موجودات رامنځته شول٠ د دغې تيورۍ د تصديق استدلال د عالمانو لخوا د لومړی ځل لپاره پيدا شو ، په بله ژبه د لينيار په نامه يخ لکی دار ستوری پيدا شو٠ د عالمانو په اټکل دغه ستوری دری مليارډ دری سوه مليونه ليتره اوبه لری ٠ که دغسی اوبه په ځمکنی کره باندی وشيندل شی، يو لوی جهيل رامنځته کيږی٠ خو د خواشنی وړ خبره دا ده چې دغه ستوری د لمر تر تودو وړ انلګو لاندی بخار شو٠ د نړۍ ټولو ستوری پيژندونکو د دغه ستوری د بخاريدو بهير تصديق کړی٠ ايا په دغه ستوری کې اوبه په ځمکه کې د موجودو اوبو سره ورته دی که نه؟ د عالمانو ځواب هو دی٠ خو د ځينو عالمانو په نظر په ځمکه کې اوبه د ځمکنی کری د رامنځته کيدو په وخت کې دننه په ځمکه کې زيرمه شويدی او د اور غور ځونکو غرونو د چاوديدو په وخت کې اوبه خوشی شويدی ٠ نو ويل کيږی چې په ځمکه کې د اوبو د راپيدا کيدو معما لاهم نه ده حل شوی٠

په جلا توګه د نړۍ د يخی تختی او د يخ له عمومی زيرمې څخه په سلو کې اوه اتيا او نوی برخه نيسی٠ د ځينوعالمانو په أند که دغسی يخونه ټول ويلی او اوبه شی، د سمندر سطح به اويا متره جګه شی٠ څرنګه چې د جنوبی قطب په قاره کې د کنګل

طبقه ډېره پنډه ده، نو د جنوبی قطب قاره په منځنی ډول د سمندر له سطح څخه دوه زره شپږ سوه متره جګه ده او د اسيا له منځنی جګوالی څخه دوه په دريمه برخه لوړه

ده، سره له دی چې په اسيا کې جګ جګ غرونه ولاړ دی٠ د جنوبی قطب په قاره کې يخ سيندونه کله کله د قاری له منځنی برخې څخه د قاری په څنډه کې سمندر ته رسيږی چې ځينی يی په څنډه کې پاتی او ځينی يی له ماتيدو وروسته په سمندر کې د يخو غرونو په څير لامبو وهی٠ اوس د جنوبی قطب د قاری په څنډه کې د کنګل عمومی پراخوالی يو مليون پنځو لکو مربع کيلو مترو ته رسيدلی دی٠