<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-15 19:42:51    
د کوچنی سوری نه پړانګ ګوری

cri

دغه متل چې د کوچنی سوری نه پړانګ ګوری ، دا معنی لری چې د پړانګ ټول وجود نه بلکې يوه برخه يی ليدل کيږی . دغه متل د وانګ شيان جه له بيوګرافی څخه راغلی دی . وانګ شيان جه په لرغونی چين کې د مشهور خطاط وانګ شي جه زوی و اونامتو خطاط هم و . وانګ شيان جه د کوچنيتوب په وخت کې ډير هوښيار او زيرک هلک و . يوه ورځ صدرعظم شيان ان له وانګ شيان جه او د ده د ددوو مشانو وروڼو حوی جه او څاو جه سره وکتل . او د کتنې په ترڅ کې د ده دوو مشرانو وروڼو ډير کورنی کارونه صدراعظم ته معرفی کړل خو وانګ شيان جه يوازی صدراعظم ته د سلام عليکم نه وروسته پټه خوله ناست و . د کتنې نه وروسته نورو له صدراعظم څخه پوښتنه وکړه چې د دوی څخه څوک هوښيار دی ؟ صدراعظم شيان ان وويل چې کشر ډير هوښيار دی . نورو بيا پوښتنه تری وکړه چې ولی ؟ صدراعظم ځواب ورکړ چې که څه هم د ده خبری کمې وې خو هغه خجالتی نه و نو زما په نظر شيان جه د ده د دوو مشرانو وروڼو نه ښه او هوښيار دی . يو وار شيان جه په کوټه کې د خپل مشر ورور حوی جه سره خبرې کولې ، په دې وخت کې اور ولګيده ، حوی جه سمدستی له کوټې نه وتښتيده ، خو شيان جه هيڅ وار خطا نه شو او په ارام ډول له کوټې نه ووت . بله ورځ د شپې له خوا يو غل د شيان جه د خوب کوټې ته داخل شو او ډير شيان يی په غلا يو وړل ، په دې وخت کې شيان جه په ټيټ اواز ور ته وويل چې توره غالۍ پريږده ځکه چې زړه شوې ده او څه ارزښت نه لری . غل د ناڅاپې اواز په اوريدو سره خيز وواهه او په لاس کې يی ټول نيول شوی شيان په زمکه وغورزول او له کوټې څخه وتښتيده . بله ورځ د شيان جه پلار له نورو شاګردانو سره قطعه بازی کوله ، شيان جه چې يوازی څو کلن هلک و ، د ميز په څنګ کې د دوی لوبه وکتله او څو شيبې وروسته يی د لوبې يوې خوا ته وويل چې تاسی به غالب نه شی . دوی په خندا وويل چې دغه هلک د کوچنی سوری نه د پړانګ په وجود باندی يو خال هم ليدلی شی . دغه متل چې د کوچنی سوری نه پړانګ ګوری ، هغه کسان تشبيه کوي چې نظر يی ليری نه دی او د موضوع جز ليدلی شی نه کل .