<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-16 18:36:15    
ليو يانګ ښار ( ٢ )

cri

نجلۍ يوان خوي جيوان وويل اوس په فابريکو کې د عصري او مترقي تخنيکونو په وسيلې د اورلوبو لوبتکی توليديږي ٠ د ليو يانګ په ښار کې د توليد شويو لوبتکو ډولونه څه دپاسه دريو زرو ته رسيږي او د نړۍ په سلو هيوادونو او سيمو کې پلورل کيږي ، په عين وخت کې د چين په لويو جشنونو کې مثلأ د ملي جشن ، د چين د عنعنوي جشن يعني د پسرلي جشن په ورځو کې د خلکو لخوا د لګول شويو اورلوبو زياتره برخه د ليو يانګ ښار لخوا توليد شوي دي ٠، د ليو يانګ ښار أتش بازي نه يوازې زيات ډولونه لري بلکې د لګولو په وخت کې هم ډيرې ښکلې او په زړه پوری منظرې خلکو ته ښيي ، د بيلګې په توګه د شپې لخوا ځينې لوبتکی د لګولو په وخت کې په تياره اسمان کې رنګارنګ ستوري ، ښکلي ګلان ښيي او ځينې يې په لوړ اواز سره د روښانه څرخونو په شان په مځکې باندي ګرځي بيا د توغندي په شان أسمان ته الوزي ، ځينې يې لکه د ابشار په شان په سل ګونو زرو طلايي تارونو له أسمان څخه رالويږي ٠لنډه دا چې د ليو يانګ اورلوبی خپلې ځانګړتياوی لري ٠

د ليو يانګ په ښار کې پر اورلوبو سره بيره نور د ليدو وړ ځايونه او ښکلې منظرې هم شته ٠

د ليو يانګ په ښاري سيمه کې يو فولګلوري واټ شته چې د واټ په دواړو غاړو کې د پخوانيو ودانيو په بڼه جوړې شوي دکانونه څنګ په څانګ پراته دي ، د واټ په منځ کې دوولس ډبرين طاقونه ولاړ دي ، د سيلانيانو ﻻرښونکې نجلۍ دونګ څوي

غه وويل دا د ليو يانګ ښار يو فولکلوري واټ دی ، دا واټ د چين فولکلوري ثقافتي سبک لري ، پر دغو دوولسو ډبرينو طاقونو باندې حکاکې شوي څاروي د

ژونديو حيوانانو په شان ښکاري ٠ ددې واټ په دکانونو کې د ليو يانګ سيمې محلي او ځانګړي شيان پلورل کيږي ٠ د بيلګې په توګه د داودي ګل نقش و نګار دارې ډبرې په دې سيمه کې ډيرې مشهورې دي ، دا يو ډول دلچسپې ډبرې دي چې په منځ کې يې د داودي ګل نقش ليدل کيږي ، البته دا هم يو ډول طبيعي ډبرې دي ٠ ميرمن دو سين چي مونږ ته وويل د داودي ګل نقش لرونکې ډبرې د ليو يانګ په سيمه کې يو ډول ځانګړی او قيمتي پيداور دي او د سيند په تل کې پيدا کيږي ، کله چې دغه ډبرې د حکاکي نه وروسته په راز راز ښکلو نفيسو صنعتي شيانو بدليږي او ښه بازار لري ، دا يو ډول ښکلې او ظريف ﻻسي صنعتي توليدات دي ، ډير سيلانيان چې ليو يانګ ښار ته راځي له دغې په زړه پورې ډبرې سره ډيره مينه او علاقه ښيي ٠

ګرانو دوستانو همدااوس مو د چين د ليو يانګ ښار په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړل٠