<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-16 18:04:34    
هه ګوه چيانګ

cri

هه ګوه چيانګ د هان له قوم څخه دی چې د ١٩٤٣ کال په اکتوبر کې د هو نان ولايت په شيان شيان کې زېږدلی دی. د ١٩٦٦ کال په جنوری کې د چين په کمونست ګوند کې شامل شو، د ١٩٦٦ کال په سپتمبر کې يې په کار پيل وکړ. دی د بېجينګ د کيمياوی صنايعو پوهنځی د غير عضوی کيميا له څانګې څخه فارغ شو او د ليسانس درجه يې تر لاسه کړه او يو لوړ پوړی انجنيردی.

اوس هه ګوه چيانګ د ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړی، د انضباط د څارنې مرکزي کميسيون منشی او د مرکزی کمېټې د تشکيلاتو څانګې مشر دی.

له ١٩٦١ کال څخه تر ١٩٦٦ کال پوری يې د بېجينګ د کيمياوی صنايعو پوهنځی د غير عضوی کيميا په څانګه کې زده کړې وکړې.

له ١٩٦٦ کال څخه تر ١٩٦٧ کال پوری د کار ويشلو لپاره په پوهنتون کې پاتی شو.

له ١٩٦٧ کال څخه تر ١٩٧٨ کال پوری يې د شان دونګ ولايت د لو نان د کيمياوي سرو فابريکې د ترکيباتو په ورکشاپ کې د فني کارکوونکي او د دغه ورکشاپ د مشر او ګوندي فرعي کميټې د منشي دندې په غاړه درلودې.

له ١٩٧٨ کال څخه تر ١٩٨٠ کال پوری د شان دونګ ولايت د لو نان د کيمياوي سرو فابريکې مرستيال او د سر انجنير مرستيال و.

له ١٩٨٠ کال څخه تر ١٩٨٢ کال پوری يې د شان دونګ ولايت د کيميا او نفتو د ترتيباتو څانګې د مشر دنده پر غاړه درلوده.

له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٤ کال پوری د شان دونګ ولايت د کيميا او نفتو د ترتيباتو څانګې مرستيال و.

له ١٩٨٤ کال څخه تر ١٩٨٦ کال پوری د شان دونګ ولايت د کيميا او نفتو د ترتيباتو څانګې مشر و.

له ١٩٨٦ کال څخه تر ١٩٨٧ کال پوری د شان دونګ ولايت د ګوندی کمېټې د ايمی غړی او د جي نان ښار د ګوندی کمېټې د منشی د مرستيال په توګه وټاکل شو.

له ١٩٨٧ کال څخه تر ١٩٩١ کال پوری د شان دونګ ولايت د ګوندی کمېټې دايمی غړی او د جي نان ښار د ګوندی کمېتې منشی و.

له ١٩٩١ کال څخه تر ١٩٩٦ کال پوری د چين د کيميا صنايعو وزارت د مرستيال او د دغه وزارت د ګوندی ډلې د منشی د مرستيال په توګه وټاکل شو.

له ١٩٩٦ کال څخه تر ١٩٩٧ کال پوری د فو جيان ولايت د ګوندی کمېټې د منشی مرستيال او د دغه ولايت د والی وکيل و.

له ١٩٩٧ کال څخه تر ١٩٩٩ کال پوری د فو جيان ولايت د ګوندی کمېټې د منشی مرستيال او د دغه ولايت والی و.

له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پوری يې د چونګ چينګ ښار د ګوندی کمېټې د منشی په توګه کار وکړ.

له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری د ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو غړی، د مرکزی کمېټې د سکريتريت منشی او د مرکزی کمېټې د تشکيلاتو څانګې مشر و.

له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه پوری د ګوند د مرکزی کمېټې د سياسی بيورو دايمی

غړی، د انضباط د څارنې مرکزي کميسيون منشی او د مرکزی کمېټې د تشکيلاتو څانګې مشر دی.

ښاغلی هه ګوه چيانګ د چين د کمونست ګوند د ١٢،١٣،١٤ دورو د مرکزی کمېټې د نوم أند غړی، د ١٥، ١٦،١٧ دورو د مرکزی کمېټې غړی، د ١٦ دوری د مرکزی کمېټې سياسی بيورو غړی، د مرکزی کمېټې د سکريتريت منشی، د ١٧ دوری د مرکزی کمېټې سياسی څانګې غړی او دايمی غړی و او د ګوند د ١٧ دوری په ملی کانګرس کې د انضباط د مرکزی کميسيون د غړي، دايمی غړی او منشی په توګه وټاکل شو.