د چين د اوومې دورې نړيوال ولسی هنري فستيوال چې له ١٩٩٠ کال څخه پيل شوی، په وروستيو ورځو کې په بريالۍ توګه پای ته ورسېد. د بېلا بېلو هېوادونو د هنرمندانو په أند د دوديز ولسی هنر پرمختيا د زمانې له بهير سره سم تر سره کېږي او د ځوانانو ګډون ته هم اړتيا لري.د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.
همدااوس مو د سپورټي لوبو د ستاينې په نامه د يونان د سندرو او نڅاوو د نندارې يوه برخه واورېده.
نوموړی فستيوال د چين د ادب او هنر ټولنې له خوا ترتيب شوی او سږ کال له ٢٣ هېوادونو او سيمو څخه زر تنو هنرمندانو پکې ګډون کړی وو. د دغه فستيوال دوه پړاوونه په جلا جلا توګه په سو جو او بېجينګ ښارونو کې تر سره شوی او د هنرمندانو غوره نندارې د ډېرو سيلانيانو او ښاريانو د پاملرنې او ستاينې سبب ګرځېدلی دی.
د المان د پومرانر د ولسی نڅا ډلې يو غړی ښاغلی جورج ميلر وويل د پومرانر نڅا څو وره کلن تاريخ لري چې نه يوازی د ألمانيانو بلکې د نورنو هېوادونو د خلکو هم خوښېږي. ده وويل
دا يوه ولسی موسيقی او نڅا ده چې د المان په شمال کې مروجه ده او
ډېرې تاريخي کيسې تری څرګندېږي. د دغې ولسی نڅا د مروجېدو لپاره مو ډېرې هڅې کړي دي. زموږ ډله کله کله د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې نندارې کوي. دا چين ته زمونږ د ډلې لومړی سفر دی. دغه فستيوال ډېر ښه دی. مونږ چين خوښوو.
د اتلانو په نامه د تانزانيا د هنري ډلې غړي ټول ځوانان دی. دوی په عصري لارو چارو د ډولونو دوديز موسيقی نندارچيانو ته وړاندی کړی او لوړه ستاينه يې تر لاسه کړي ده. د دغې ډلې مشر ښاغلی ماوروس وويل ملی او ولسی هنر بايد د دودونو پر بنسټ پرمختګ او نوښت وکړي اوبايد د وګړيو له اړتياوو سره سمون ولري. ده وويل
زموږ سازونه دوديز دي ، خو غږول شوي سندرې يې معاصرې دي . له دې څخه څرګنديږي چې موږ د خپلو نيکه ګانو له دودونو څخه په ميراث اخيستل شوی هنرمينکونه او خپل تاريخ نه دی هير کړی . خو موږ بايد پرمختګ او نوښت وکړو، ځکه چې موږ بايد ځوانانو ته نندارې وړاندی کړو څو چې لا زيات اوريدونکي زموږ له عنعنوي سندرو څخه خوند واخلي.
نړيوالې ټولنې د ولسی او دوديزو کلتورونو د ساتنې او پاتی کېدو لپاره ډېر تدبيرونه نيولي دي. يو اړوند تړون په ١٩٨٩ کال کې د م م د UNESCO سازمان له خوا تصويب شو او په ٢٠٠١ کال کې د نړۍ د بېلا بېلو کلتورونو په اړه يوه اعلاميه او په ٢٠٠٣ کال کې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه يو تړون هم تصويب شو. دغه تدبيرونه د نړيوال کېدو او د ټولنې د اصلاحاتو په بهير کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د پوهاوی، خبرو اترو او د نظريو تبادلې د پياوړتيا لپاره ګټور دی.
د ولسی هنر د نړيوالې ټولنې مقر په اتريش کې دی او ١٣٠ غړي هېوادونه لري. د
دغې ټولنې موخه د دوديز ولسی هنر ساتنه او د اړوندې نړيوالې راکړې ورکړې پياوړتيا ده. ښاغلی عتين د دغې ټولنې د مشر مرستيال دی. هغه د چين د دغه فستيوال ستاينه وکړه او و يې ويل:
دوديز کلتور په پرله پسی توګه بدليږی.که دوديز کلتور بدل نه شي، نو ولسی کلتور به پرمختګ نه کړي.چينايانو د دوديز کلتور د بدلېدو په وخت کې د ولسی کلتور په شکل دغه دوديز کلتور ته پرمختيا ورکړيده. دا اهميت لرونکی کار دی چې ډېر بهرنيان په ښه ډول د چين د دوديز هنر په ارزښت وپوهوي.