<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-16 18:49:58    
ښاغلی بهين په چين کې

cri

درنو او محترمو اورېدونکيو نيکې هيلې او سلامونه،دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام وخت رارسېدلی،او زه هم ستوډيو ته راغلی يم چې چې دغه پروګرام تاسو ته وړاندې کړم،هيله ده چې د پام وړ مو وګرځي .

ګرانو اورېدونکيو تاسو ددې لړۍ په تېرو ګڼو پروګرامونو کې د بيلابېلو هغو بهرنيانو خبرې او نظرونه اوريدلي چې دلته چين ته د سيلانۍ،سوداګرۍ،کارکولو او نورو موخو لپاره راغلي و،او ښايي چې د چين ، چينايانو د چين د کلتور او نور بيلابېو برخو په هکله مود هغوی نظرونه اوريدلي وی.

په نننۍ خپرونه کې به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند ښاغلي سلطان احمد بهين په هکله لږ څه معلومات درکړم چې څه موده مخکې دلته چين ته راغلی و،او موږ هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې يوه مرکه ورسره وکړه،هيله ده چې د خپرونې تر پايه زموږ ملتيا وکړئ،او د ښاغلي بهين خبرې هم راسره واورئ .

محترمو اورېدونکيو ښاغلی سلطان احمد بهين اوس مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه دنده ترسره کوي،مخکې تر دې يې په مختلفو څانګو کې دندې ترسره کړيدي،چې د پروګرام په اوږدو کې به پرې وغږيږو،له ښاغلي بهين څخه مې پوښتنه وکړه چې دی د افغانستان په کومه سيمه کې زيږيدلی او هغه سيمه کومې ځانګړتياوې لري؟په ځواب کې يې داسې راته وويل:

نږدې پنځوس کاله مخکې د افغانستان په لويديځ د هرات په ښار کې زيدلی يم،هرات ډېر پخوانی تمدن لري،چې خلک يې له فرهنګ،شعر،موسيقي او ادبياتو سره زياته مينه لري،او د ځينو خلکو په أند اوس مهال هرات تر کابل وروسته د افغانستان ډېر لوي ښار دی .

ښاغلي بهين لومړنۍ زده کړې په هرات او لوړې زده کړې چې د ادبياتو په برخه کې دي په کابل کې ترسره کړيدي.او د يوې روښانه کورنۍ خاوند دی،نوموړی د خپل ژوند او بچيانو په هکله داسې وايي:

زما کورنۍ د افغانستان په کچه يو منځنی يا متوسط ژوند لري،زه اوس مهال څلور بچيان لرم چې درې يې زامن او يوه مې لور ده،مشر زوي مې له پوهنتون څخه فارغ شوی او کوچنی زوی مې د ښوونځي په دوهم ټولګي کې زده کړې کوي .

درنو اورېدونکو لوړو کچو او مقامونو ته رسيدل زيات زيار او زحمت ته اړتيا لري،لکه په پښتو کې يو متل دی چې وايي بې زحمته راحت نشته،او کله چې څوک په ريښتينې توګه زيار وباسي نو خپلو موخو ته هم رسيدلای شي،د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند هم ډېر زيارونه ګاللي، او دده په وينا دی اوس هم خپلو زيارونو او هڅو ته دوام ورکوي:

ما په چاپي مطبوعاتو کې هم کار کړی،د ماشين شاته تر سهاره پورې دريدلی يم او اخبار مې چاپ کړي دي،راپورونه مې هم ليکلي دي،د ايديتور په توګه مې دنده ترسره کړې،په باختر أژانس کې مې شاوخوا اوه کاله د مرستيال او څه موده د مشر په توګه کار کړی،( باختر أژانس د افغانستان دولتي خبري أژانس دی)،له نږدې څلور کلونو را په ديخوا مې له مطبوعاتو دفترونو سره دنده پر مخ وړې ده ،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سلاکار او لوړ پوړي کارکونکي په توګه پاتې شوی يم،وروسته تر هغه د جمهوري رياست په ټول ټاکنو ،د اساسي قانون د جوړولو په لويه جرګه او د پارلماني ټاکنو پر مهال ددغو ټولو بهيرونو د وياند په توګه پاتې شوی يم ،او له شاوخوا يو کال راهيسې د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د وياند په توګه کار کوم .

ګرانو دوستانو ښاغلي بهين پدې لړ کې د افغانستان د لويې جرګې په هکله يو کتاب چې په دريو ژبو يعنې پښتو دري او انګريزي ژبو دی هم ليکلی چې په لندن کې چاپ شوی دی.

ښاغلی بهين وايي ډېر پخوا راهيسې يې دا هيله درلوده چې چين ته راشي او له نږدې څخه يې وګوري ځکه د چين په اړه يې مخکې ډېر څه اوريدلي و، چې چين په راتګ سره يې د ژوند يو أرمان پوره شوی دی،نوموړی پدې هکله زياتوي:

ما له کوچينوالي څخه د دوه ځايونو د ليدلو هيله په زړه کې درلوده چې يو يې چين او بل يې پاريس و،ځکه ما مخکې د چين د لوی ديوال،افسانوي کيسو او نورو بيلابېلو شيانو په هکله په ښوونځي کې هم ډېر څه لوستلي و،اوس چې چين ته راغلم نو د ژوند دا لويه هيله مې پوره شوه،د بيجينګ له ممنوعه ښار او لوي ديوال څخه مو ليدنې وکړې،

د بهرنيان په چين کې د پروګرام محترمو اوريدنکو د ننني پروګرام وخت پاي ته رسيږي ،که ژوند و د ښاغلي سلطان احمد بهين د مرکې پاتې برخه به په راتلونکې اونۍ کې درته وړاندې کړم،نو تر هغه دمه خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ .پاک رب مو ساتونکی او ملګری اوسه .