د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان رسمی ټلويزيون د نومبر په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د پنجاب ولايت حکومت په همدې ورځ د خلکو ګوند پر مشرې او پخواني صدر اعظمې بينظير بوټو نظربند لغوه کړ.
د سيمه ايزو پوليسو په وينا، که څه هم پر مېرمن بوټو نظربند لغوه شوی، خو د هغې د ساتلو لپاره به ځيني پوليسان ور سره پاتی شي.
په لاهور کې د امريکا عمومی قونسل د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د مېرمن بوټو په کور کې له هغې سره خبرې اترې وکړې. له دې وروسته مېرمن بوټو د ټېليفون له لارې خبری رسنيو ته وويل د ولسمشر مشرف له خوا پوځی استبداد ته د پاکستان د بېرت راتګ له امله له مشرف سره د هغې همکاری ستونزمنه ده.
د پاکستان مخالف ګوند مسلم ليګ په همدې ورځ اعلان وکړ چې مېرمن بينظر بوټو او پخوانی صدراعظم ميا محمد نواز شريف موافقې ته رسېدلی دي چې په ګډه سره به له ولسمشر پرويز مشرف سره مبارزې ته دوام ورکړي.