د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان ټلويزيون د نومبر په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د استازيو جرګې مشر محمدميا سومرو په همدې ورځ د ځای ناستی کابيني د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د پلازمينې اسلام أباد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سومرو او د کابيني د غړيو د لوړی د مراسمو مشرې وکړه. د دغه هېواد پخواني صدراعظم شوکت عزيز په شمول د کابينی پخوانيو غړيو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
پرويز مشرف په دغو مراسمو کې وويل چې دا په پاکستان کې د ديموکراتيک بهير څرګندونه کوي.