<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-17 19:26:33    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

 د پروګرام په نننی کړۍ کې به د پاکستان د صوبه سرحد په مانسهرې کې د حضرت سلمان کلب مشر قاری محراب الدين پريشان يوې بلې پوښتنې ته ځواب ورکړم چې په چين کې د يو مشهور جومات په اړه يی پوښتلی اوس به تاسو ته په دې هکله لږڅه معلومات وړاندی کړم .

د بيجينګ د نيوجی جومات چې د چين د مهم لرغونی اثر په نامه نومول شوی دی ، نه يوازی په بيجينګ او چين کې بلکې په نړۍ کې هم ډير شهرت لری . د هغې کتبی له مخی چې تازه کشف شوی ، د نيوجی جومات په ٩٩٦ کال کې د عربی عالم غلام الدين د دوهم زوی نصرالدين له خوا جوړ شو . دغه جومات د يون ، مينګ او چينګ په دريو امپراطوری سلسلو کې په له پسی ډول ترميم او پراخ شو او اوسنی ساختمانی جوړښت يی دری سوه ديرش کاله دمخه د مينګ په سلسله کې رامنځته شوی ، د نيوجي جومات د لرغونی تاريخ ، عظيمی ودانۍ او خاص ساختمانی سبک له امله په چين او نړۍ کې لوړ حيثيت لری او د عمومی ترتيباتو او ساختمانی شکل له نظره دغه جومات پر يو ستر حيثيت سربيره د چين د لرغونی ماڼۍ ساختمانی ځانګړتيا هم لری . سره له دې چې په ١٩٧٩ کال د چين اقتصاد ډير ضعيف وو ، خو حکومت د دی جومات د عمومی ترميم لپاره لاهم زياتې پيسی ولګولی او د يو کال د زيارونو وروسته د دی جومات

ښکلا دوه برابره شوه . د ١٩٨٨ کال د جنوری په ديارلسمه نيټه د نيوجي جومات د دولتی شورا له خوا د هيواد د ارزښتناک تاريخ مرکز په نامه ونومول شو ، له دې څخه څرګنديږی چې د نيوجي جومات تاريخی او هنری ارزښت لری .

د نيوجي جومات په لومړيو وختونو کې ډير کوچنی و خو اوس يی د لمونځ کولو برخه تر پراخيدو وروسته شپږ سوه مربع مترو ته رسيدلی او زر تنه لمونځ کوونکی په کې ځايږی . په دی جومات کې ډير زيات تاريخی شيان او اسناد ساتل شوی دی ، د بېلګې په توګه د قران مجيد د فارسی او عربی ترجمې يوه قلمی نسخه چې ديرش جلده لری او دری سوه کاله مخکی د يوه چينی اخوند له خوا په بانسی قلم په شين او سور رنګ ليکل شوی وه . پرته له دې نه نوری خطی نسخې او کتابونه چې په عربی او فارسی ژبو ليکل شوی يا چاپ شوی وو ، هم په دې جومات کې ساتل شوی دی . يوه بهرنی پوه د کتنې په ترڅ کې وويل چې دغسی مقدس کتابونه د خزانی په شان د چين د اسلام او اسلامی تعليماتود څيړنو لپاره ډير ارزښتناک اسناد دي . د نيوجي په جومات کې د قران مجيد ډيرې زياتې نسخې ايښودل شوي دي چې په انګلسی ، فرانسوی ، اردو او چينی ژبو چاپ شوی او د اسلامی هيوادونو له خوا د تحفې په توګه دې جومات ته ورکړی شوی دی . علاوه پردی په جومات کې زيات لرغونی خاورين لوښی، جينی باب ، ميسی او اوسپنيز الات هم شته چې ورباندی قرانی ايتونه او فارسی وحبيزی حکاکی شوی دی . د بېلګې په توګه دوه لوی مجمرونه د جومات په انګړ کې ولاړ دی چې يو يی ميسی دی او وزن يی اوه اويا کيلوګرامه دی ، بل يی اوسپنيز دی او دوه اشاريه اوه متره جګوالی لری . دغه راز په دې جومات کې يو لوی ميسی ديګ هم شته چې وزن يی نهه سوه کيلوکرامه او قطر يی يو نيم متر دی .

د نيوجی په جومات کې د هغو دوو اسلامی پوهانو مقبرې هم شته دی چې يو يی اوه

سوه اوه ويشت کاله دمخه د اسلام د تبليغ لپاره چين ته راغلی و چې د افغانستان د غزنی ولايت و او بل يی له بخارا څخه راغلی علی عماد الدين وو .

اوس دغه لرغونی جومات نه يوازی يو مذهبی مرکز بلکې توريستی ځای هم ګرځيدلی دی .