د اکتوبر په ١٨ نېټه د چين د شانګهای د ٩ دوری نړيوال هنری فيستوال د هېواد په ختيځ د شانګهای په ښار کې پرانيستل شو٠ د يوې مياشت په موده کې به د ٤٠ هېوادونو او سيمو هنرمندان ١٠٢ کنسرټونه او ٢٢ نندارتونونه وړاندې کړي٠ د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ پروګرام به د دغه فيستوال د پرانيستونکو مراسمو د خوشحاليو د ماښامنی غونډې کې ځينی ځلانده برخې درته وړاندی کړو٠
د چين د شانګهای نړيوال هنری فيستوال په چين کې د هېواد په کچه يوازنی مجموعی نړيوال هنری فيستوال دی چې د چين د کلتور وزارت او د شانګهای ښار د حکومت له خوا جوړ شوی ٠ له ١٩٩٩ کال څخه تر اوسه ٨ فيستوالونه په بريالۍ توګه جوړ شوی دی٠ د دغه فيستوال د جوړونکی کميټی مدير او د کلتور د وزارت مرستيال چن شياو ګوانګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل دغه فيستوال د شانګهای او د چين د سمسورتيا او پرمختګ د پراختيا لپاره ګټور دی چې د چين او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره فعال رول لری٠
د ډهل أواز د بېلا بېلو نڅاوو سره يو ځای نندارچيانو ته يوه غوره هنری ننداره وړاندی کړی٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د دغی غونډی اصلی سندری واورو٠
ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!