<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-19 20:21:14    
چينګ داو ښار په فعاله توګه د اولمپيک د بادي بيړيو سيالۍ لپاره تياريانی نيسی

cri

د چين په ختيځ کې د چينګ داو ښار د سيلانۍ يو مشهور ښار دی. د راتلونکی کال په اګست کې به په دغه ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بادي بيړيو سيالی تر سره شي.

د ٢٠٠٣ کال په جون کې د چينګ داو د اولمپيک د بادي بيړيو سيالۍ د تشکيلاتی کمېټې له ټاکنې راهيسی، چينګ داو ښار تل د اولمپيک لوبو د چاپېريال او فضا د جوړولو لپاره کوششونه کوی. دغه ښار د اولمپيک علمي پلان ټاکلی او ګام په ګام يې پلی کړی دی. د چينګ داو ښاروال شيا ګنګ وويل په وروستيو کلونو کې يې د اولمپيک روحيی له لارې د ښار پرمختګ ته دوام ورکړی او د ښاري پرمختګ له لارې يې هم د اولمپيک د بيړۍ چلولو سيالۍ د تياريانو بهير پرمخ بيولی دی.

د اولمپيک د بيړۍ چلولو سيالی د تر سره کولو لپاره، چينګ داو ښار د اولمپيک د بادي بيړيو يو عصری مرکز جوړ کړی چې له ډېرو لوړې ساينس پوهنې او تخنيکونو څخه يې پکې استفاده کړی او نړۍ ته د سوله ايزو، علمي او انساني کلتور اولمپيک لوبو په اړه معلومات ور کوي.

د تېر کال او روان کال په اګست مياشتو کې چينګ داو ښار په بريالی توګه د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د ازموينې په توګه د نيکمرغه بېجينګ

په نامه د بادي بيړيو دوه نړيوالې سيالی تر سره کړې. د چينګ داو د سيالۍ تر سره کولو سويه د اولمپيک د نړيوالې کمېټې، د بادي بيړيو سيالی د نړيوالې ټولنې او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د لوبغاړيو او روزونکيو لخوا وستايل شوه.

د اولمپيک د بادي بيړيو سيالی تر سره کولو لپاره، چينګ داو ښار هم د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړتيا او د ادارې سويې د لوړتيا لپاره کوششونه کړی دي. په وروستيو کلونو کې د دغه ښار اقتصاد پر له پسی پرمختګ کړی، د ښاريانو عايدات زيات شوی، ايکولوژيکی چاپېريال ښه شوی، د ترانسپورت شرايط اسانه شوی او د ښاريانو د ژوندانه کيفيت لوړ شوی دی. پر دې سربيره، چينګ داو ښار د اولمپيک ډېر عوامل د ښاريانو د ژوند په چارو کې کاروي.

ښاروال شيا ګنګ وويل دوی د انساني کلتور له نظريې سره سم د ښاريانو لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. د بېلګې په توګه، په موسطا سره خدمتونه کوی، د اولمپيک کلتوري فضا جوړوي او نورې بېلا بېلې چارې تر سره کوي.

سره له دې چې تياريانې په عادي توګه تر سره کېږي، خو چينګ داو ښار ستومانه شوی نه دی. اوس د بېجينګ د اولپيمک لوبو پرانيستلوته له يو کال څخه کمه موده پاتی ده، نو چينګ داو ښار د اولمپيک د بادي بيړيو سيالۍ په اړه ځانګړی پلان ټاکلی دی. ښاروال شيا ګنګ هيله څرګنده کړه چې د چينګ داو په تياريانو سره به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د نړۍ له بېلا بېلو سيمو څخه راغلی دوستان خوښ وي.