<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-19 20:44:43    
د تارباغاتاي سيمې د فلم ښودونکو ښځينه ډله

cri

 د چين د شينجيانګ د تارباغاتاي په سيمه کې د ملی لږکيو يوه داسی فلم ښودونکې ډله شته چې ټولې غړي يې ښځينه دي٠ شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د دغې ډلې په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

تارباغاتاي د چين په شمال لويديځه سرحدی سيمه کې پرته سيمه ده او پکې د چين د ٢٩ قومونو هيوادوال ژوند کوی چې د ملی لږکيو د وګړيو شمير د ټولو وګړيو په سلو کی ٤٥ برخه نيسی٠ په سرحدی سيمو کی موټرونه نشته او بريښنا هم نه ده ور ته غزيدلې٠ نو بزګران او مالداران يې ساده ژوند تيروی٠

د دې لپاره چې د کليو بزګران او مالداران د فلمونو کتلو فرصت ولری، د شينجيانګ د تارباغاتاي سيمې د تارباغاتاي سينما د هغو کارکوونکو په هڅولو سره چې د چين ملی ژبه او د ملی لږکيو ژبې ويلای شی، د فلمونو ښودلو څو ګرځندې ډلې جوړې کړې چې د تاتار قوم ښځينه کارکوونکې چانګ شو لان، د روسی قوم ښځينه کارکوونکې رو جيو تينګ ، د هان قوم ښځينه کارکوونکې شوې شو مۍ او د ويغوری قوم ښځينه کارکوونکې روشن ګل د ازموينې له لاری د يوې فلم ښودونکې ښځينه ډلې د غړيو په توګه ټاکل شوي دي ٠ د تارباغاتای سينما مدير سون ده خوۍ په دې اړه وويل :

 فلم ښودونکې ښځينه ډله د اوږدې مودې لپاره په کليوالو او مالدارو سيمو کی فلمونه ښئی او بزګران او مالداران له دوی سره ډيره مينه لری٠ د دوی د کوششونو له لاری د تارباغاتای سيمې په کليو او څړځايونو کی د فلمونو ښودلو چارو چټک پرمختګ کړی دی٠ ٌ

د شينجيانګ په کليو او مالدارو سيمو کی يو کوچنی ابی بس د فلم ښودونکيو تجهيزاتو او څلورو فلم ښودونکيو په وړلو سره تګ راتګ کوی٠ چيرته چې دوی وررسيږی، هلته بزګران او مالداران د فلمونو ننداره کولای شی او د ولسونو خندا هم تر سترګو کيږی٠ د ښځينه ګرځنده فلم ښودونکې ډلې مشرې چانګ شو لان خبريال ته يوه نه هيريدونکې کيسه وکړه :

  يوه ورځ مونږ له يوې غرنۍ مالدارې سيمې څخه تيره شوو او و مو غوښتل چې د څښاک اوبه پيدا کړو٠ د مغول قوم يو سپين ږيری په تودو احساساتو سره زمونږ هرکلی وکړ او را څخه يې پوښتنه وکړه چې تاسی څه کار کوئ ؟ ما ځواب ورکړ : مونږ ګرځنده فلم ښودونکي يو٠ هغه وويل : څو کلونه کيږی چې فلم يې نه دی ليدلی، أيا ده ته يو فلم ښودلای شو که نه ؟ مونږ سمدلاسه د سپين ږيری غوښتنه پوره کړه او د ده په کږدۍ کې مو هغه ته يو فلم وښود٠ هغه ډير خوشحاله شو او را ته يې وويل : تاسی مه ځئ ، زه به ستاسو لپاره يو پسه حلال کړم ٠ ٌ

د تارباغاتاي سيمې د کليو ترمنځ واټن لږ تر لږه پنځوس کيلومتره او حتی ځينی يې له سلو کيلومترو څخه اوښتی دی٠ د فلم ښودونکې ډلې د تجهيزاتو وزن څه دپاسه پنځه سوه کيلوګرامه دی چې په پوره توګه د څلورو ښځينه کارکوونکيو لخوا بس ته پورته او ښکته کيږی او نصبيږی٠ نو دوی ډيرې ستړې دي٠ خو د دې ډلې غړې رو جيو تينګ وويل: دغه ستړياوې د يادونې وړ نه دي، ځکه چې د ځايي بزګرانو او مالدارانو پاملرنې د دوی زړونه تودوی٠ هغې وويل :

 په غرنيو درو کی ډيرې زياتې مياشې شته او د فلمونو ښودلو په وخت کی مونږ پر لاسونواو پښو چيچي٠ نو په داسی حالاتو کې کليوالو زمونږ په شاوخوا کې يو ډول ځانګړی بوټي سوځوي او د لوګي په وسيله يې مياشې شړي٠ مونږ له دې کار څخه ډير متاثر شوو٠ ٌ

د فلمونو د ښودلو دغه ښځينه ډله له څلورو کلونو راهيسی د څه دپاسه څلويښتو علاقه داريو په څه دپاسه ٤٣٠ کليو کی څه نا څه دوه زره او دری سوه ځله فلمونه ښودلی چې نندارچيان يې دری لکه او پنځوس زره تنو ته رسيدلي دي٠ د دغې ډلې غړيو د فلمونو ښودلو په بهير کی هم کله نا کله د ملی لږکيو په ژبو د نندارچيانو لپاره د فلمونو ژباړه هم کوی٠

د دغې فلم ښودونکې ډلې مشرې چانګ شو لان څرګنده کړه چې مونږ د خدمتونو ترسره کولو په وخت کی غوره ښوونه ترلاسه کړې او د کليوالو له ښو اخلاقو او مهربانۍ څخه متاثره شوی يو٠ هغې وويل:

په کليوالو او مالدارو سيمو کی مو وليدل چې بزګران او مالداران له فلمونو سره سخته مينه لری، ځکه چې فلمونه د دوی ژوند ته خوشحالي او خوښی رسولای شی٠ نو مونږ بايد د ټولو ستونزو په ليری کولو سره د دوی لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړو ٠ٌ

د ٢٠٠٥ کال په پای کی د چين د حکومت اړوندو وزارتونو د فلمونو ښودلو دغې ښځينه ډلې ته د چين د کليو د فلم ښودونکو ډلو د بېلګې وياړلی لقب ورکړی دی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د تارباغاتاي سيمې د فلمونو ښودلو د ښځينه ګرځندې ډلې په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د دغې ډلې غړي د چين له څو او کومو قومونو څخه راغلی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړی٠ ستاسی د برياليتوب په هيله ! سوکالی اوسئ !