<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-19 20:54:59    
د بيجينګ د لو ګو پل

cri

د لو ګو پل د بيجينګ په جنوب لويديځ د فنګ تای سيمی د يونګ دينګ پر سيند باندی درول شوی چې په بيجينګ کې تر ټولو لرغونی ډبرين ګنبدی پل دی. د يونګ دينګ سيند پخوا د لو ګو سيند په نامه ونومول شو، نو دغه پل د لو ګو پل په نامه يادېږي.

په لرغونې زمانه کې د لو ګو سيند بندر بيجينګ ښار ته د رسېدو عمده لار وه. دغه پل د جين امپراتوری لړۍ په نهه ويشتم کال يا په ١١٨٩ کال کې په جوړونې پيل او تر ١١٩٢ کال پوری بشپړ شو. د مينګ په امپراتوری لړۍ کې يعنی په ١٤٤٤ او ١٦٩٨کال کې بيا رغونه شوي ده.

د لو ګو پل په پوره توګه له سپينو ډبرو څخه جوړ شو چې پلنوالی يې اوه اعشاريه پنځه مترو او اوږدوالی يې دوه سوه او شپږ شپيته اعشاريه پنځه مترو ته رسېږي او تر پل لاندی د اوبو تيرېدو يوولس سترګې شته او د پل په دواړو اړخونو کې يو سل او څلويښت پايې ليدل کېږي چې ورباندی د زمري لوی او يا کوچنی مجسمې حکاکی شويدي چې بڼې يې بيلا بيل دي او ته به وايی بالکل ژوندی دي يوه چينی اصطلاح شته چې وايی د لو ګو پر پل باندی ډبرين زمري شميرل نه کېږي. خو د دقيقې شميرنې له مخې په يو سلو او څلويښتو پايو باندی څلور سوه او پنځه اتيا او د پل په دواړو سرونو باندی هم دوه زمري حکاکي شويدي.

د لو ګو پل په دوو اړخونو کې دوه ډبرينې څلي هم درول شوي او يو يې ورباندی د

چينګ د امپراتوری لړۍ يا په ١٦٩٨ کال کې د دغه پل د بيا رغونې په هکله

معلومات ليکل شوي او بل يې څلور نيم متره جګوالی لری او ورباندی د لو ګو شياو يو څلور چينی خطونه حکاکی شويدي چې د چينګ امپراتور چيان لونګ له خوا ليکل شوی او مانا يې دا ده د لو ګو پل دپاسه أسمان کې د سپوږمۍ منظره ډېره ښکلې ده. دغه منظره د بېجينګ له اتو مشهورو منظرو څخه شميرل کيږی

د وان پينګ ولسوالی مرکز د لو ګو پل په ختيځ کې پروت دی چې په ١٦٣٨ کال کې جوړ شو او له ختيځ څخه تر لويديځ پوری اوږدوالی يې شپږ سوه او څلويښت مترو ته او له جنوب څخه تر شمال پوری پلنوالی يې دری سوه او شل مترو ته رسېږي او په ختيځ او لويديځ کې دروازې شته. د ١٩٣٧ کال د جولای په اوومه نېټه د جاپان پوځ په دغه ځای کې پر چيني پوځ باندي بريد وکړ او د چيني پوځ له سختې مقابلې سره مخامخ شو چې له امله يې پر چين باندي د جاپان هراړخيز تيری او ددې تر څنګ د جاپاني تيري پر ضد د چينايانوجګړه پيل شوه او همدغه تاريخي پيښه د لو ګو پل د پيښې په نامه ياديږي .

په ١٩٨٧ کال کې په وان پينګ کې د جاپانی تيری پر ضد د چينی خلکو د مبارزې د يادونې موزيم جوړشواو په دغه عصری موزيم کې د غږونو، رڼا او بريښنا له لاری د ددې پيښې او له جاپاني تيري سره د چينايانو د اته کلنې مبارزې په هکله حالت نندارچيانو ته ښيي. د جګړې په باب زيات شمير تاريخی سندونه، عکسونه او موډلونه چې په دې موزيم کې ايښودل شوي ، د نندارچيانو لپاره د وطن دوستۍ د روزلو ښه شيان بولي.