<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-19 21:03:48    
د نينګ شا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د پرمختيا لور

cri

د نينګ شا د هوی قوم خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې پرته ده چې په چين کې يې د ځمکو مساحت تر ټولو لږ دی او په هېواد کې د هوی قوم يوازنی خپلواکه سيمه ده.په دغه سيمه کې شپږ مليونه وګړي ژوند کوي چې يوه په درېيمه برخه يې د هوی قوم مسلمانان دي.که څه هم د نفوسو، مساحت او اقتصادی اندازې له پلوه دغه سيمه يوه ډېره کوچنی سيمه ده، خو د دوې د اقتصاد پرمختيايی موخې د وګړيو شتمنېدل او د سيمې سمسورول دي. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په ننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې د پرمختيايی لوري په باب معلومات وړاندی کړو.

 د دغې سيمې پوره بڼه د جغرافيايی موقعيت او شمېرنې له لاری نه څرګنديږي او دلته داسی ځمکې ده چې پکې قومونه زيات او منظرې يې ښکلی ده. د دغې سيمې د مشر وکيل وانګ ځنګ وي په دغه سيمه کې زيږيدلی دی. هغه زياته کړه چې نينګ شا يوه ښکلی سيمه ده. که څه هم نينګ شا د ولايت په درجه يوه کوچنی سيمه ده، خو زمونږ سيمه هم يوه داسی سيمه ده چې پکې د کرنې او سکرو په شمول بډايې سرچينې لري. په همدی وخت کې زمونږ د سيمې کلتور ژورې ريښی لري چې له امله يې د سيلانی ګڼ شمېر منظرې رامنځته شوې دي.

خو د جغرافيايی موقعيت او محدودو پرمختيايی امکاناتو له امله د دغې سيمې د اقتصاد پرمختيايی انډول او اندازه د چين له ختيځې سيمې څخه لاهم واټن لري، نو څو کاله مخکی د مرکزی حکومت له خوا په لويديځه سيمه کې د پرمختګ

تګلارې د پلی کولو ترڅنګ دغې سيمې له خپل حالت سره سم پرمختيايی موخه وړاندی کړه چې که څه هم دغه سيمه يو کوچنی سيمه ده خو د غښتليتوب او شتمنۍ له لور پرمختګ کوی.د روان کال په پيل کې د مرکزی حکومت له خوا په خپاره شوی عمومی پلان کې نينګ شا د هېواد د سکرو د استخراجولو لپاره د يوې عمده اډې په توګه وټاکل شوه او لامل يې دا دی چې دغې سيمې اوس په أسيا کې د سکرو پربنسټ د کيمياوی صنعت د تر ټولو لويې اډې په جوړولو لاس پوری کړي چې نوم يې د نينګ دونګ د انرژۍ او کيمياوی اډه ده او پانګې به يې له دری سوو مليارډ يوانو څخه زياتې شی.

نوموړی وويل د امتيازونو موندل او د صنعتی جوړښت تنظيمول د دغې اډې جوړولو اصلي موخه ده. په ٢٠٠٣ کال کې د دغې اډې له جوړونې راهيسی د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو لويو تصديو پانګې راجلب شوی چې له امله يې د بريښنا او د سکرو په وسيله د کيمياوی صنعت په شمول چارو په دغه سيمه کې ګام په ګام پرمختګ کړی دی.

د دی ترڅنګ د نينګ شا په کليوالو سيمو کې بنسټيز تاسيسات هم بشپړ شوی او د بزګرانو عايدات په پر له پسی توګه زياتيږي. د ښاغلی وانګ د ژمنې له مخې له نن څخه به د دغې سيمې هر بزګر کلنی عايدات دری زره يوانه زيات شی او د بی وزلو کليوالو سيمو ماشومان به د منځنی کچې فنی پوهنه حاصلی کړی او په راتلونکی کال کی به د نينګ شا هر کلی د انټرنټ له شبکې سره وټړل شی. د ښاغلی وانګ په أند د وګړيو لازياتو ګټو تر لاسه کول د اقتصادی پرمختګ بنسټ دی. په راتلونکی ګام کې به د خلکو پر ژوند فکر وکړم.ځکه مونږ هيله لرو چې وګړي له اقتصادی پرمختګ څخه لازياتې ګټې تر لاسه کړي.

د يوې شمېرنې له مخې په وروستيو هر دوو کلونو کې دغې سيمې ته د سيلانيانو شمېر يو ځل زياتيږي او د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله يې اقتصاد هم پرمختګ کړی دی. د دغې سيمې اړوندې څانګې په چين کې د اسلامی خوړو دوه دوری نړيوال اخترونه جوړ کړي او د أسيا، افريقا او جنوبی امريکا لس هېوادونه يې راجلب کړي چې د همکارۍ د لسو پروژو په اړه تړونونه يې لاسليک شوي دي. تر ٢٠١٠ کاله پوری به د نينګ شا د ګړنډيو سړکونو عمومی اوږدوالی يو زر او سل کيلو مترو ته ورسيږي چې له امله به يې دغه سيمه د چين د شمال لويديځ او منځنی ختيځ ترمنځ د سيمو د تړلو لپاره د يو مهم ځای په توګه وګڼل شی.