د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د امريکا په نيويارک تايمز ورځپاڼـه کې هغه ليکنه بی بنسټه ده چې امريکا په پټه توګه د پاکستان د ذروی وسلو د امنيت تامينولو لپاره دغه هېواد ته پيسی ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند په همدې ورځ وويل په دغه ليکنه کې د ذروی انرژۍ کارولو د امنيت او صادراتو د کنترول او له نورو هېوادونو څخه د تجربی اخيستلو په اړه د پاکستان د کوششونو په هکله معلومات تحريف شوی او ناسم دي. پاکستان د يو مسئولانه ذروی ځواک په توګه تل د ذروی وسلو امنيت ته پاملرنه کوي او د امنيت ساتلو په هکله ښه ميکانيزم لري.