<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-20 18:35:37    
د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د ماشومانو زيږولو انډول د ټيټوالی د ساتلو لپاره کوشش کوي

cri

د چين په کليوالو سيمو کې دوګړيو او کورنۍ لارښوونې کاری غونډه د چين د هه نان ولايت په ځنګ جو ښار کې تر سره شوه.د چين د دولتی شورا غړی هوا جيان مين په دغه غونډه کې وويل چين به په کليوالو سيمو کې له هغو کورونيو سره د مرستې او ملاتړ نظام بشپړ کړي چې د کورنۍ لارښوونې د اړوندې تګلارې مراعات يې وکړي او هغو وګړيو ته به چې له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته ځي، د کورنۍ لارښوونې اداره او خدمتونه زيات کړي چې له امله به يې په کليوالو سيمو کې د ماشومانو زيږولو انډول ټيټه سويه وساتل شی.

د چين حکومت د تېرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې د کورنۍ لارښوونې د تګلارې له پلی کولو راهيسی د څلور سوه مليون ماشومانو زيږولو مخنيوی کړي چې له امله يې د نفوسو او اقتصادی ټولنې،چاپيريال او سرچينو ترمنځ برابر پرمختګ رامنځته شوی دی، خو په چين کې د نفوسو مسئله لاهم سخته ده په تېره بيا په کليوالو سيمو کې چې وګړي يې د هېواد د عمومی نفوسو په سلو کې ٦٣ برخه نيسی، د بېلا بېلو عواملو له امله د ماشومانو د زيږولو شمېر د زياتېدو په حال کې دی او په ٢٦ ولايتونو کې دغه شمېر لږ څه زيات شوی دی او په همدی وخت کې په کليوالو سيمو کې د کورنۍ لارښوونې په اړه د خدمتونو د ضمانت سويه هم ټيټه ده او د وګړيو راکړی ور کړی سرعت چټک شوی چې له امله به يې په دغو سيمو کې د نفوسو او کورنۍ لارښوونې کارونه پياوړی شی.

د معلوماتو له مخې د هغې تګلارې له مخې چې په ٢٠٠٤ کال کې د چين حکومت خپره کړې، په ځينو کليوالو سيمو کې هر کال هر هغه سپين ږيری يا سپين سر ته څه د پاسه شپږ سوه يوانه ور کولو کيږي چې يوازی يو زوی اويا هم دوه لوڼې لري. ورپسی د چين حکومت په پر له پسی توګه په کليوالو سيمو کې هغو کورنيو ته جايزه ور کوي او د هغوی ملاتړ کوی چې د کورنۍ لارښوونې د اړوندې تګلارې مراعات کوي.

روان کال د دغې تګلارې له پلی کولو څخه د ګټه تر لاسه کونکيو بزګرانو شمېر دوه مليون او دری لکه او دېرش زره تنو ته رسيدلی دی.

د چين د کورنۍ لارښوونې کميټې مسئول جيانګ وی چينګ وويل د دغې تګلارې د پلی کولو له امله نوموړو کليوالو کورنيو جبران تر لاسه کړی او د کاری ځواکونو د کمښت، په ژوند کې د ستونزو او د زړتيا د ضمانت د کمښت په شمول د دغې تګلارې له امله رامنځته کيدونکی احتمالی مسئلې حل شوې چې له امله يې د بزګرانو له خوا د کورنۍ لارښوونې منونکو شمېر زيات دي.هغه زياته کړه چې حکومت به له نن څخه د استخدام، طبی درملنې او پوهنې په شمول په زياتو ساحو کې نوموړو ياد شويو کورنيو ته امتيازونه ور کړي.