<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-20 19:19:28    
د چين او تايلند ترمنځ د دوستۍ ټينګونکې شهزادګۍ سيريندورن

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ . د چين د چينګ های او تبت لوړې ته د شهزادګۍ سيريندورن سفر په نامه د انځورونو البوم خپرنيز مراسم د نوامبر په څوارلسمه نېټه له غرمی وروسته د تايلند د پلازمينه بانکوک د نن مي محدود شرکت په ودانۍ کې تر سره شول. شهزادګۍ سيريندورن د چين او تايلند ترمنځ د دوستې استازې په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګيدو لپاره ډېر کوښښونه کړي دي، نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې شهزادګۍ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

د چين د چينګ های او تبت لوړې ته د شهزادګۍ سفر په نامه د انځورونو البوم د چين د نړيوالو خپرونو ډلې له خوا خپور شوې او د يو لړ عکسونو او جملو له لارې چين ته د شهزادګۍ د هغه سفر ليدنې کتنی وښودل شوی چې د چينګ های او تبت د اوسپنيزې لارې په شا و خوا کې يې تر سترګو شوی وې. د دې سفر د روان کال په اپريل کې تر سره شو. د دغه البوم محتويات د تبت له تاريخ، کلتور، دودونو، طبيعی منظرو او د چينګ های او تبت د اوسپنيزې لارې د جوړولو په بهير کې له تر لاسه شوو برياليتوبونو څخه عبارت دی.

شهزادګۍ سيريندورن پخپله د دغه البوم د پټۍ پری کولو د مراسمو مشري وکړه او برخوالو ته ئی د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل. هغې هيله څرګنده

کړه چې له چين څخه يې د بيا ليدنې فرصت تر لاسه کړي. دې وويل:په ريښتنی توګه، دغه ليدنه له چينګ های او تبت څخه زما لومړی ليدنه نه وه

شپږ کاله مخکې مې په الوتکه کې له چينګ های، نينګ شيا او تبت څخه ليدنه وکړې وې. د اورګاډی په وسيلې می نوری زياتی منظرې وکتلې. دغه اوسپنيزه لار يوه ارزښتناکه لار ده چی چين د خپل عالی او عصری تکنولوژۍ له لارې جوړه کړه. نو موږ بايد ورته پاملرنه وکړې ده. زه غواړم چې يو ځل بيا هلته ولاړه شم.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتی دفتر د مرستيال او د چين د نړيوالې نشراتی ډلې مشر څای مينګ جاو، په تايلند کې د چين د لوی سفير جانګ جيو هوان، په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو د سفيرانو او د دغه هېواد د کلتور، ښوونې، سيلانی او مذهب په ساحو کې د چارواکيو، پوهانو او مشهورو کسانو په ګډون پنځه سوه تنو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. په تايلند کې د چين لوی سفير جانګ جيو هوان په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره د شهزادګۍ سيريندورن د خدمتونو لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل:

والاحضرت شهزادګۍ د تېری پيړۍ له اتمې لسيزی راهيسی څليرويشت ځله له چين څخه ليدنې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او تفاهم د پياوړتيا لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي. نو هغه د چين او تايلند ترمنځ د دوستې د استازې په توګه ګڼل کېږي.

د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر مرستيال څای مينګ جاو شهزادګۍ سيريندورن ته دغه البوم او يو شمير نور سوغاتونه ورکړل. د ده په اًند، دغه البوم په نوی پيړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزی دوستۍ د پرمختګ يو شاهد ګڼل کېږي. ده وويل: 

دغه البوم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګتيا په تاريخ کې يوه برخه ثابته کړې ده او په نوی پيړۍ کې د دغې دوستۍ د پرمختګ يو ښه شاهد هم ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د

رسمي اړيکو د ټينګېدو له دوه ديرشو کلونو راهيسي، اړوندې اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ کړی دی. موږ ښه دوستان، ګاونډيان او همکاران يو. د چين مطبوعاتی او نشراتی کارکوونکی غواړی په دغه ساحه کې د تايلند له همکارانو سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي.

له دغو مراسمو وروسته يو تن د تايلندي دوست زمونږ د راډيو خبريال ته وويل: د دغه البوم د عکسونو د کتنې وروسته داسی نظر لرم چې شهزادګۍ سيريندورن د تبت د سيلانی چارو يوه دوسته استازې ده. زه هم غواړم چې تبت ته سفر وکړم.