<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-20 19:20:41    
چيني لوبغاړي په فعاله توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره تياری نيسي.

cri

د چين لوبغاړی د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره په فعاله توګه روزنې تر لاسه کوي.

څو ورځې دمخه د چين د سپورتي عمومی ادارې چارواکي په بېجينګ کې خبري رسنيو ته د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د چيني لوبغاړيو د تياريو د حالاتو په هکله معلومات . د چين د سپورتي عمومی ادارې مرستيال څوی دا لين وويل: اوسنی روزنه د چين د لوبغاړيو لپاره د کلي اهميت لري. په روان کال کې بېلا بېلی مهمې سيالی په بنسټيزه توګه پای ته رسيدلی دی او لوبغاړی په پر له پسی توګه د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکی په وروستی ژمنی روزنې کې ګډون کوي. اوس د پنځه پنځوسو لوبډلو څه باندی يو زر او دری سوه تنه لوبغاړی د چين په بېلا بېلو ځايونو کې روزنې تر لاسه کوي. تر اوسه پورې، د چين پنځه سوه او څوارلس تنو لوبغاړو د بېجينګ د اولمپيک لوبو په شپږويشتو لويو پروګرامونو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی. ښاغلي څوی وويل: په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق د تر سره کولو د سياليو له پلان سره سم، د چين لوبغاړي به په پر له پسی توګه په يو شمير لوبو کې د ګډون حق د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. ښاغلي څوی وويل: د اټکل له مخې به پنځه سوه او پنځوس تنه او يا پنځه سوه او اويا تنه چينی لوبغاړی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي چې دغه شمير به د تيرو لوبو په پرتله ډېر زيات وی.

د ښاغلي څوی په اًند، که څه هم د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به چينی لوبغاړی د کوربه هېواد په توګه تفوق ولري، خو د برياليتوبونو د تر لاسه کولو

په برخه کې به لا هم له سختو ننګونو سره مخامخ وي. اوس د چين لوبغاړی د بېلا بېلو هېوادونو د غوره لوبغاړيو له ننګونو سره د مقابلی لپاره فعاله تياری نيسي. د چين د جمناستيک لوبډلې غړي او د اولمپيک لوبو د سرو زرو مډال ګټونکی يانګ وی زموږ خبريال ته وويل: د چين د جمناستيک لوبډلې موخه دا ده چې په راتلونکی کال کې به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو لا زيات مډالونه تر لاسه کړي او سر مهال دغه لوبډله د خپلې موخې د تر سره کولو لپاره هڅې کوي.

د چين د اتلاتيک سپورتی ادارې مشر لوو چاو يی څرګنده کړه: دوی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې نه يوازی د سرو زرو مډالونو ته پاملرنه کوي، بلکې د اتلاتيک په سياليو کې يی موخه دا ده چې لا زيات چينی لوبغاړی د سياليو د اتم لمبر په مخکښنی ليکه کې شامل شي. دغه راز د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د تياری په بهير کې د چين بېلا بېلو لوبډلو يو شمير بهرني روزونکی هم استخدام کړي چې د چيني لوبغاړيو د سويې لوړولو لپاره ورسره مرسته وکړی. ښاغلي څوی وويل: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری په موده کې مو په يوويشتو لويو پروګرامونو کې څه باندی شپيته بهرني روزونکی استخدام کړي وو او تر اوسه ديرش تنه بهرني روزونکي لا هم په چين کې کار کوي. دغو بهرنيو روزونکيو د لوبغاړيو په روزنې کې نوی نظرونه او طرزونه راوړی دی. د بهرنيو او چيني روزونکو تر همکارۍ لاندی د چيني لوبغاړيو سويې لوړې شوې دي.

د دغې غونډې په پای کې ښاغلي څوی څرګنده کړه: د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ سيالی به ډېرې تيز وی. د چين لوبغاړی به په سياليو کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شی، خو هر يو لوبغاړی او روزونکی به په دغو لوبو کې د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.