د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وياند د نومبر په شلمه نېټه وويل د هغه هېواد حکومت دری زره څلور سوه او شپاړس تنه بنديان خوشی کړي چې د روانې مياشتې د درېيمې نېټې د بيړني حالت له پيل راهيسی په احتجاجی فعاليتونو کې د ګډون له امله نيول شوي و او نور نژدی دوه زره تنه به هم ژر خوشی کړي.
نوموړي وويل ځينی بنديان به له جزايی محکمې سره مخامخ وي. ده زياته کړه چې اوس حکومت د ټولنيز نظام د ښه والي لپاره کوښښ کوی.