<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-21 18:17:17    
د چين په نين شا کې د عادلانه زده کړې د تګلارې د پلي کولو نوی لار

cri

د ليو پان شان منځنی ښوونځی د چين د شمال لويديځ د نين شا د هوي قوم د خپلواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې هغه ځانګړی ښوونځی دی چې د غرنيو سيمو د بی وزليو زده کوونکو لپاره پرانستل شوی دی او په بله ژبه دعادلانه زده کړې د تګلارې د پلي کولو يوه بېلګه ګڼل کېږي.

نوموړی ښوونځی په دوه زره او څلورم کال کې جوړ شو او د خپلواکې سيمې د نهو بی وزليو ولسواليود زده کوونکو لپاره يې د زده کړې او هستوګنې لګښتونه وړيا دي ، دغه راز هر زده کوونکي ته په هر کال کې يو زر يوانه د ژوندد اړتيا د پوره کولو په توګه مرسته ورکول کيږي چې تر اوسه پورې درې زره تنه زده کوونکي له دې نعمت څخه برخمن دي چې څلويښت سلنه يې د هوي قوم او اتيا سلنه يې له کليوالو سيمو څخه راغلي دي.

د نوموړي خپلواکې سيمې د ښوونيزو چارو د ادارې مشر څای ګو اين وويل چې دحکومت لخواد دغه ځانګړي ښوونځي د جوړولو موخه غوره کليوالو بی وزليو زده کوونکو ته د عادلانه زده کړې چانس برابرول دي .پخوا مو د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زيات تدبيرونه غوره کړي دي چې له امله يې يوازی يوه برخه مسئلې حل شويدي . خو د کليوالو سيمو د بی وزلۍ د ليرې کولو لپاره بنسټيزه لار دا ده چې د وګړيو او ملي لږکيو کيفيت لوړ شی .

د نوموړی خپلواکې سيمې له بی وزليو وګړيو سره د مرستې څانګې د مشرې ميرمن جانګ شيو په اند په بی وزليو سيمو کې د ښوونيزو چارو د پياوړتيا او بی وزليو زده کوونکو ته د عادلانه زده کړې فرصت برابری د وګړيو د کيفيت د لوړولو عمده لار ده .

دې وويل زده کړې د بی وزلۍ د له منځه وړلو بنسټ دی او يوازی د وګړيو کيفيت

د لوړوالي له لارې بزګرانوته د عادلانه سيالۍ ښه ښه زمينه برابريږي.

زده کوونکي ما شن چې تير کال په ياد شوي ښوونځي کې شامل شو ، وويل چې ډير وياړ يم چې په دغه ښوونځي کې شامل شوی يم ځکه چې کورنۍ شرايط می ډير خراب دي . پخوا زموږ په ښوونځي کې د زده کړې تجهيزات او سامانونه ډير ساده او وروسته پاتي دي ، د بېلګې په توګه د کمپيوترونو کوټه هم نشته . خو د ليو پان شا په ښوونځي کي هر ډول تجهيزات شته ، پرته له دې نه ښوونکي هم زمونږ ژوند او زده کړې ته ډيره پاملرنه کوی ، نو موږ د زده کړې چاپيريال او فرصت ته د لومړيتوب اهميت ورکوو. په بی وزليو سيمو کې د ښوونيزو چارو د پياوړتيا ستونزه د ښوونکيو کمښت دی.خو د ليو پان شان په ښوونځي کې د ډول ډول امتيازي پاليسو د پلی کولو له امله زيات شمير غوره ښوونکي کار کوي . د فيزيک ښوونکي جاو باو لي چې د جنوبي چين د جيانګ سو ولايت څخه راغی او سږ کال يې د هيواد د غوره ښوونکي وياړ تر لاسه کړی ، وويل که څه هم دلته د ژوند او ښوونې شرايط ښه نه دي ، خوزما په اند په بی وزلۍ سيمه کې په ښوونيزو چاروکې بوختيا ډير ارزښت لری.

ميرمن څای د خپلواکې سيمې د مرکز په مرسته د ياد شوي ښوونځي د چټک پرمختګ د يادونې په وخت کې وويل چې د بی وزليو ملي لږکيوسيمو د ښوونيزو چارو د پياوړتيا ازموينه بريالۍ ده ، زما په اند دا هم له بی وزلو زده کوونکو سره د مرسته کولو يوه نمونوی ښوونځی دی او هم د عادلانه زده کړې د پلي کولو يوه نښه ده ، برسيره پردې دا د ښارونو او کليو ترمنځ د توپيرونو د کمښت او زده کړې ته د لومړيتوب ورکولويوه تجربوي ښوونځی هم دی. د څو کلونو له حقيقتونوڅخه څرګنديږي چې د ياد شوي ښوونځي د پرانيستلو مفکوره مو سمه ده او لارې چارې مو هم بريالي دي .