<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-21 20:10:14    
د يوان يو پو د زده کړې لار

cri

يوان يو پو د چين د هه نان ولايت د جونګ يوان د صنعتی پوهنځی د درېيم ټولګی زده کوونکی دی. کله چې يوان يو پو اته کلن و، مور يې د ناروغۍ له امله له دنيا څخه سترګې پټې کړې او تر هغه وروسته يې پلار د دوو اولادونو د روزنې درنې دندې پر غاړه درلودې. د يوان يو پو کور ډېر بی وزلی و چې د واښو په جونګړه کې يوازی يو ميز و او پر ديوال باندی د ده او د ده د کشرې خور ستاين ليکونه او د ټولو کورنيو غړيو عکسونه ځوړند وو.

د يوان يو پو پلار وويل ده د کوچنيتوب په وخت کې د بی وزلۍ له امله يوازې د لومړی زده کړې فرصت تر لاسه کړ، نو هيله يې درلوده چې اولادونه يې له لوړو زده کړو څخه برخمن وی. په ٢٠٠٣ کال کې د ده هيله ريښتنی شوه چې يوان يو پو د هه نان ولايت د کرنې په پوهنتون کې شامل شو، خو د زده کړی لګښت د نه شتوالی له امله يې دغه فرصت له لاسه ورکړ.

په ٢٠٠٥ کال کې يوان يو پو د هه نان ولايت د جونګ يوان په صنعتی پوهنځی کې د سامليدو چانس تر لاسه کړ او په همدې وخت کې يې د زده کړی په ترڅ کې د مرستندويه کريدت د غوښتنې لارښوونکی يادداښت هم تر لاسه کړ. په دغه يادداښت کې د بی وزلو زده کوونکيو لپاره د دغه کريدت د اخيستلو په هکله معلومات ليکل شوی دی.

يوان يو پو د دغه کريدت تر لاسه کولو لپاره غوښتن ليک وړاندی کړ او يوازی يوه

مياشت وروسته هغه کريدت تر لاسه کړ چې هر کال پنځه زره يوانه اخيستلای شی ، نو دده د زده کړې په ترڅ کې د ده ټولې ستونزې حل شوی دی چې په پايله کې يوان يو د لومړي تحصيلي کال له پای ته رسولو وروسته د زده کړې د لومړی درجې ګټونکي په توګه د ولايت په کچه جايزه لاس ته راوړه. دغه راز د خپل پلار له غاړه څخه د دندې د سپکولو لپاره په فارغ وخت کې مزدوری هم کوي څو چې د ژوند لګښت پيدا کړي.

يوان يو پو هيله لری چې له فارغيدو وروسته له پلار سره يو ځای بيجينګ ته سفر وکړي، خو د ده د پلار په زړه کې هيله دا ده چې لور يې هم زده کړو ته دوام ورکړي ځکه چې څو کاله مخکې يې د کورنۍ د بی وزلۍ له امله لور خپلې زده کړې وځنډولې او د مزدورۍ لپاره بهر ته تګ ته اړه شوه. د خواشينۍ او تاسف وړ خبر هم دا ده چې په هغه وخت کې بی وزلو زده کوونکو ته د مرستندويه کرديت د برابرولو تګلار نه وه طرح شوې .

يوان يو پو پوهيږي چې حکومت اوس د ښوونې او زده کړې لپاره نوره زياته پانګونه کوي او له بی وزلو زده کوونکيو سره مرسته هم پاوړی کوي. د معلوماتو له مخې له روان کال څخه په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې په ترڅ کې د ټولو زده کوونکيو د زده کړی لګښت لغوه شوی دی . ده وويل چې له فراغت وروسته به تر هرڅه لومړی خپل پور خلاص کړي او کشرې خور ته به د زده کړی فرصت برابر کړي. د خوښۍ وړ خبره دا ده چې يو کال وروسته به يوان يو پو فارغ شی، د ده او دده د پلار هيلې به هم ورو ورو ترسره شی.