<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-21 19:30:27    
د ٢٠٠٨ کال له پاره د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه

cri

ټولو ته معلومه ده چې د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتي لوبه به ژر را ورسيږي ٠ نو د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د نهه ويشتمې سپورتي لوبې د تشکيلاتي کميټې په توګه د بيجينک د تشکيلاتي کميټې کارونه څنګه دي ؟ چې دغه مسئله اوس د ټولې نړۍ د پام وړ مسئله ګرځيدلې ده ٠

د اولمپيک د نهه ويشتمې سپورتي لوبې له پاره د بيجينګ تشکيلاتي کميټه په ٢٠٠١ کال د دسمبر په ديارلسمه نيټه جوړه شوه چې د بيجينګ د المپيک سپورتي لوبو او په دغه ښار کې د المپيک د معيوبينو د سپورتي لوبې دجوړولو اړوند دندې په غاړه لري ٠ په دغه کميټه کې د سکرتريت د ادارې ، دنړيوالو چارو څانګې ، سپورتي څانګې او مطلوعاتي څانګې په شمول اړوند څلير ويشت څانګې شاملي دي ٠ ټولو ته معلومه ده چې سيالي د اولپيک سپورتي لوبو زړي ګڼل کيږي ، نو ټول اړوند خدمتونه او کارونه د سيالي د عادي ترتيباتو او تر سره کيدو له پاره دي ٠ په دي هکله د بيجينګ د نوموړي تشکيلاتي کميټې د سپورتي څانګې مرستيال ښاغلي ليو ون بين وويل چې لومړي بايد د سپورتي لوبغاړو له پاره ډير ښه خدمتونه ترسره او اړوند اسانتياوي برابرې کړي چې دوي په سياليو کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي ٠ په همدغه مهال کې مونږ هم بايد د بېلا بېلو اړوندو خواوو نظريې او وړانديزونه اورو چې له مخې يي زمونږ کارونه نور هم ښه شي ٠ اوس د دغه سپورتي لوبې د پرانستلو وخت په ژر رسيدو سره د بيجينک

د دغه تشکيلاتي کميټې کارونه هم ورځ په ورځ زيات شوي چې له مخې يي يوازي په سپورتي څانګه کې اړوند تشکيلاتي کارکوونکي نژدي اتو سوو ته رسيدلي دي ٠ دغه راز د اولمپيک د سپورتي لوبو په موده کې به په دغه څانګه کې څه د پاسه لس زر مسلکي او نا مسلکي داوطلبان استخدام شي ٠

ښاغلي جيان يان پونګ د بيجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې له داوطلبانو څخه يو دي ٠ اوس هغه په عمده توګه د دواطلبانه کارونو دنده په غاړه اخلي ٠ هغه وويل چې د دغې کميټې ډير کارونه دداوطلبانو له ګډون کولو سره جلا نه کيږي٠ هغه وويل چې دلته هره ورځ نه هيريدونکي ده ٠ حتي داسي حالت هم ليدل کيږي چې څه د پاسه اويا کلن سپينږيري او سپين سر زمونږ دفتر ته راځي او مونږ ته د داوطلبانو په توګه د کار کولو هيله څرګندوي ٠ له داطلبانه کار څخه سر بيره د دغې کميټې د توکيو د حمل نقل څانګه هم خپل مهم رول لري ٠ له دي امله چې د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبې پيمانه ډيره لويه وي ، نو د سياليو ، روغتيا ، د اړوندو تاسيساتو د ساتنې په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې د مختلفو توکيو اړتياوې ډيرې زياتي وي ٠ د بيجينګ د المپيک تشکيلاتي کميټې د اولمپيک د سپورتي لوبغاړو دکلي مشر ښاغلي وو جنګ به وويل چې مونږ د لوبغاړو د اوسيدوچاپيريال ته ډيره پاملرنه کوو٠ د لوبغاړو کټ ټول ارت دي چې دوي ښه خوب او استراحت کولي شي ٠ دغه راز د ژوند په بېلا بېلو برخو کې دوي ته ډيرې اسانتياوې برابرې شوي دي ٠

له ياد شويو کارونو څخه سر بيره د بيجينګ د اولمپيک تشکيلاتي کميټې هم

د بيجينګ د معيوبينو د اولمپيک سپورتي لوبو له پاره اړونده دنده هم په غاړه ده ٠ د بيجينګ دمعيوبينو د اولمپيک سپورتي لوبو په هکله اړوند چمتو کوونکي کارونه او د اړوندو څانګو ترمنځ همغږ کارونه هم د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبې د تشکيلاتي کميټې په اړه د معيوبينو د المپيک سپورتي لوبو د څانکې له خوا په غاړه دي ٠ د دغې څانګې مشرې ميرمن لي لينګ وويل چې د دغې څانګې د کارکوونکو يوازني هيله دا ده چې د دوي د کوششونو له لارې په ژوند او ټولنه کې خپل ارزښت وروبښل شي ٠ دغه راز لا زيات خلک به دوي ته د درناوي په سترګه وګوري ٠

اوس د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې بېلا بېلې څانګې ، اړوند کارکوونکي او داوطلبان د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبې د هرکلي له پاره بوخت دي ٠