<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-21 19:34:10    
په شينجيانګ کې د مسلکۍ ښوونې پياوړتيا

cri

سږ کال به په چين کې پنځه مليونه زده کوونکي له پوهنتونونو يا پوهنځيو څخه فارغ او ټولنې ته به وړاندی شی ، خو په دې موقع کې چې ګڼ شمير فارغان د کار په موندلو بوخت دي ، د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې څه باندي نوي سلنه برخه زده کوونکي چې له فني ښوونځيو څخه فارغ شوي ، په اسانه توګه د ډول ډول يونتونو لخوا منل شويدي.

سږ کال د شينجيانګ د سپکو صنايعو د فني پوهنځي له دوه زره او څلور سوه تنه زده کوونکو څخه په سلو کې پنځه نوي ، د شينجيانګ د کرامای د فني پوهنځي په سلو کې دوه نوي او د کرنې پوهنځي په سلو کې شپږ نوي زده کوونکي له فراغت مخکې د بېلابېلو تصديو لخوا استخدام شويدي . په تيره بيا له وروستيو دوو کلونو راهيسې د شينجيانګ د ماشين الاتو فني پوهنځي فارغانو د ټولنې غوښتني لاهم نده پوره کړې . د نوموړي پوهنځي مشر وانګ جين مينګ وويل له وروستيو څو کلونو راپدې خوا زموږ د پوهنځي د ماشين الاتو او ادارې څانګو فارغانو ته د ټولنې اړتيا نده پوره شوې او ټول فارغان استخدام شويدي. حتی د نورو ولايتونو تصدۍ هم زموږ له پوهنځي څخه د زده کوونکو ورليږلو غوښتنه لری .

له وروستيو کلونو راهيسې شينجيانګ د مسلکي ښووني پياوړتيا ته ډيره پاملرنه کړې ده . د بېلګې په توګه يوازې په تيرو دوو کلونو کې حکومت درې سوه مليونه يوانه پکې اچولي دي . اوس په شينجيانګ کې دوه سوه او پنځوس ډول ډول مسلکي فني ښوونځي ، د بزګرانو او مالدارانو لپاره دوه زره فني ښوونځي او د کليو په کچه

اته زره فرعي ښوونځي شته . دغه راز د دولت په کچه درې او د خپلواکي سيمې په

کچه د اوسيدونکو سيمو لس ښوونيزې تجربوي اډې جوړې شويدي چې له امله يي د فني ښوونې او روزنې شبکه په ټوله خپلواکه سيمه کې رامنځته شوېده .

د شينجيانګ د سپکو صنايعو پوهنځي د مطبوعاتي چارو پوهنځی د شينجيانګ اقتصاد له ورځپاڼې سره د همکارۍ له لارې جوړ شوی او ښوونيز اصول يي دا دی چې د لاسليک شوي تړون له مخې يوه برخه غوره فارغان لومړی ورځپاڼې ته وليږل شی. دغه اصول د تصدۍ لخوا پيژندل کيږي او د فارغانو د استخدام مسئله هم په چټک او اغيزمن ډول حل کيږي . د شينجيانګ اقتصاد ورځپاڼې مشر وو هونګ مينګ وويل اوس د ورځپاڼو لپاره داستعداد لرونکو کسانو راجلبول مشکل کار دی . په ورځپاڼه کې پر چلوونکو او خبريالانو برسيره نور زيات کارکوونکي د اعلان او خپراوي په چارو بوخت دي او تر اوسه د دغو تخصصي پرسونلو د روزلو کوم ځانګړی ښوونځی نشته . نو موږ د سپکو صنايعو له پوهنځي سره د دغو ځانګړيو کسانو د روزلو تړون لاسليک کړی چې سږ کال له دغه پوهنځي څخه اتيا تنه فارغان زموږ د ورځپاڼې لخوا استخدام شويدي چې ددوي د روزنې دنده زموږ د ورځپاڼې لخوا ترسره شوېده.

د ښوونځي او تصدۍ ترمنځ د همکارۍ له لارې د بااستعداده کسانو د رزولو لارې چارې په شينجيانګ کې دود شويدي . د شينجيانګ د کرنيزې تکنولوژۍ پوهنځي مشر جو لي هونګ د دغو لارو چارو د يادونې په وخت کې وويل موږ د ښوونيز نظام د اوښتون لپاره ازموينه ترسره کړې ده . مثلا درس کول د فابريکې په ورکشاپ کې ترسره کيږي او زده کوونکي د دوهم ټولګي له دوهمې تحصيلي دورې

څخه وروسته د ازمويښتي کار لپاره تصديو ته ليږل کيږي چې د ازموينې ځاي به هم

ددوي د راتلونکي کار ځاي هم وي.

د ښوونيزو لارو چارو د پر له پسې اوښتون او د زده کوونکو د استخدام ميزان د لوړتيا سره سم د شينجيانګ مسلکي پوهنځي د هيواد د نورو ځايونو لا زيات زده کوونکي راجلبوي . د شينجيانګ د کرنيزې تکنولوژۍ پوهنځي مشر جو لي هونګ وويل په دوه زريم کال کې زموږ په پوهنځي کې د زده کوونکو شمير يوازی له زرو تنو څخه کم و ، خو د شپږ کلن پرمختګ له برکته تير کال دغه شمير له شپږ زرو څخه اوښتی دی او فارغان يي د هيواد ٢٤ ولايتونو او ښارونو ته ليږل شويدي.