<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-22 18:30:36    
د دايناسور او مستحاثاتو په اړه معلومات ( ١ )

cri

ټولو ته معلومه ده چې د دايناسور يو ډول حيوان و چې په سينه ښويده او يو سلو پنځه شپيته مليونه کاله وړاندی يی د ځمکی په کره کې ژوند تيراوه او اويا مليونه کاله دمخه له منځه تللي٠ په ١٨١٨ کال کې په بريتانيا کې د دايناسور هډوکی پيدا شول ٠ په ١٩٠٩ کال کې د امريکا د يو تاح په ايالت کې د دريو دايناسورانو د هډوکو اثار پيدا شول او د دغو هډوکو په وسيلی د دايناسور مکمل اسکليت جوړ شو ٠ د لرغون پيژندونکو د اټکل له مخی دغه دايناسور دری نيم متره جګوالی او لس نيم ټنه وزن درلود او له سر څخه تر لکۍ پوری يی اوږدوالی شپږ ويشت اعشاريه شپږ مترو ته رسيده ، يعنی غاړه يی شپږ اعشاريه اوه متره ، وجود يی څلور اعشاريه پنځه متره او لکۍ يی پنځلس اعشاريه دری متره وه٠

په چين کې د دايناسور بشپړ پاتی شونی د شپږمی لسيزی په سر کې د سيچوان ولايت د هه چوان ولسوالۍ د يوه غره په لمن کې پيدا شول چې دغه دايناسور تقريبأ يو سلو څلويښت مليونه کاله وړاندی ژوند تيراوه او د لرغون پيژندونکو په نظر دغه دايناسور تقريبأ ديرش څلويښت ټنه وزن او دوه ويشت متره اوږدوالی درلود ٠ ددغه عجيب دايناسور ونه لنډه وه، خو غاړه يی ډېره اوږده ځکه د غاړی اوږدوالی يی لس متره و چې نژدی د وجود د نيمی برخی سره برابر و٠ څرنګه چی وجود يی ډېر دروندو، نو د لسو مترو په ژوروالی اوبو کې يی ژوند تيراوه٠

د ١٩٩٠ کال د جولای په مياشت کې د چين او کانادا لرغون پيژندونکو د چين د کورنی مغولستان په ساحه کې د دايناسور زيات پاتی شونی پيدا کړی دی٠ د تعجب

وړ خوره دا ده چې په يو ځای کې د شلګونو دايناسور د سرکاسو ، هډوکو او هګيو مستحاثات او د لسو وړ وکو دايناسورانو اسکليت پيدا شوی دی، دغه کشف په نورو هېوادونو کې نه ليدل کيږی ٠ له دغو اسکليتونو څخه د يو اعشاريه شپږ متره په اوږدوالی د غاړی د يوی مهری لمخی اټکل کيږی چې دغه دايناسور څه د پاسه ديرش متره اوږدوالی درلود او په نړۍ کې تر ټولو اوږد دايناسور ګڼل کيږی٠